د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل او د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د لومړي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کې سره گوري.
ټاکل شوی وه چې د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل د تیرې دوشنبې په ورځ واشنگټن ته سفر وکړي خو د امریکا د متحده ایالاتو په ختیځو سواحلو کې د واورو توپان ددې سبب شو چې دغه سفر وځنډیږي.
دا د نومبر په میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي ټرمپ د غیر منتظره بري وروسته د دواړه مشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه کتنه ده او دوی سره په داسې حال کې گوري چې دمخه دواړو پر یو بل انتقادونه کړي دي.
له انتخاباتو دمخه ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې د میرمن مرکل د مهاجرینو د قبلولو پالیسي " له مصیبته ډکه سهوه" ده.
ښاغلي ټرمپ همداشان د ناټو په غړو هیوادونو غږ کړی دی چې خپل دفاعي لگښتونه لوړ کاندي.
د ناټو د غړو هیوادونو په هکله د ښاغلي ټرمپ د څرگندونو سره سره د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پنس، تیره میاشت په مونشن کې د ناټو غړو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې د اروپایي متحدینو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ژمنتیا نه بدلیدونکې ده.
میرمن مرکل چې په اروپا کې پوره نفوذ لري د ښاغلي ټرمپ د مهاجرینو او د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وگړو پر سفرونو باندې د بندیزونو د سیاست سره مخالفه ده.
د شاوخوا ١٢ کالو راهیسې میرمن مرکل د جرمني د صدراعظمې په توگه دنده ترسره کړې او په دې ترڅ کې د امریکا د متحده ایالاتو د پخوانیو جمهورو رئیسانو جورج بوش او باراک اوباما سره یې ښه اړیکې درلودلې دي.
سیاسي څیړونکي وایي ښاغلی ټرمپ به په سپینه ماڼۍ کې د میرمن مرکل نه دا مشوره هم ترلاسه کړي چې د روسيې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په وړاندې د چلند لپاره ښه لار به کومه وي.
څیړونکي وایي میرمن مرکل به په واشنگټن کې هڅه وکړي چې د متحده ایالاتو سره د څو اړخیزو تجارتي توافقاتو او د اروپایي ټولنې نه د بریتانیې د وتلو څخه د ښاغلي ټرمپ د پلوۍ په هکله هم له هغه سره خبرې وکړي.
د نړیوالې سوداگرۍ په هکله میرمن مرکل تیره اونۍ د جرمني پارلمان ته په خپله وینا کې ویلي وو چې د داخلي تولیادتو څخه ملاتړ او ملتپاله سیاست د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې مخ په ودې دی، خو اروپا به هیڅکله منزوي نشي او ځان به د سوداگریزو موافقو نه ونه باسي.