په داسې حال کې چې امریکايي مذاکره کوونکي په دوحه کې د قطر او پاکستان له منځګړو سره ګوري، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ایران سره د مذاکراتو او د ایران بې اتومه کولو بهیر ښه روان دی.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ لومړۍ) شمالي دکوتا ته تر سفر مخکې کړې دي.
د متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «د ایران بې اتومه کول ښه روان دي. هغوی ښې غونډې کړې او وبه ګورو. هماغسې چې پوهېږئ، موږ درې پرلپسې شپې پرې درانه بریدونه وکړل، خو اړیکې مو ښې دي. په همدې اساس، زه یې بې اتومه کول بولم او دا هرڅه پېښېدونکي دي. هر څه ښه روان دي.»
ولمسشر ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ځینو رسنیو د یوې اګاه سرچېنې او یو ایراني مقام له خولې راپور ورکړی چې واشنګتن او تهران په دوحه کې تخنیکي خبرې پیل کړې دي.
په همدې حال کې د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی سلاکار سټیف ویتکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار او زوم جرید کوشنر قطر ته رسېدلي.
د سپينې ماڼۍ یو مقام امریکا غږ ته ویلي دي چې ټاکل شوې وه ویتکاف او کوشنر د قطر له صدراعظم او نورو منځګړو سره وویني، چې «د تهران او واشنګتن ترمنځ د وروستي تفاهم په اړه سیمه ایز بحث روان» وساتي.
دغه مقام ویلي دي ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ امریکايي او ایراني پلاوي د قطر او پاکستان په منځګړتوب جلا تخنیکي مذاکرات وکړي.
بل لوري ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جی ډي ونس وايي واشنګتن له تهران سره د خپل قوي موقف له مخې خبرې کوي او په مذاکراتو کې یې لاس بر دی.
نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکې ویلي دي چې متحده ایالتونه داسې نتیجه غواړي چې په اساس یې ایران د تل لپاره اتومي وسلې ونه لري.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وویل: «فکر کوم که مذاکرات هرې نتيجې ته رسېږي، متحده ایالتونه په ښه دریځ کې دي. که مذاکرات بریالي شي، چې موږ یې غواړو بریالي شي، نو تاسو به له داسې یو ایران سره مخامخ یاست چې د تل لپاره به اتومي وسلې ونه لري... خو له بل پلوه که ایرانیان ښه چلند ونه کړي... بیا یې هم اتومي پروګرام له منځه تللی... پوځي ځواک یې ختم شوی او متحده ایالتونه د ایرانیانو په پرتله په قوي دریځ کې دی.»
متحده ایالتونه او ایران د جګړې د ختمولو او هرمز تنګي د پرانیستو لپاره څه موده مخکې په یو ۱۴ ماده يي هوکړه لیک توافق وکړ.
د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر محمد باقر قالیباق د دغه هېواد دولتي تلویزون ته ویلي دي چې له امریکايي لوري سره به نورې خبرې هغه وخت وشي، چې د دغه هوکړه لیک توافق شوې مادې عملي شي.
فورم \ دبحث خونه