د سولې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ستیف ویټکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار جرید کوشنر د ایران په اړه د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلي دي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې دغه امریکایي چارواکي به د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني او نورو منځګړو سره د ایران سره د شوې هوکړې په اړه بحث وکړي.
دغه چارواکي چارواکي زیاته کړې چې تمه کیږي" امریکایي او ایرانی پلاوی د چهار شنبې په ورځ (جولای اول) په جلا ډول په تخنیکي مذاکراتو کې له قطري او پاکستاني منځګړو سره" وګوري.
تر دې مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټروت سوشل کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، لیکلي و چې ایران د یوې غونډه غوښتنه کړې او دا غونډه به د سه شنبې په ورځ په دوحه کې وشي.
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې چې "دا غونډه ممکن مهمه وي یا نه وي: د دوحې غونډه به ممکن مهم وي یا به مهمه نه وي. موږ به وګورو چې څه کیږي، خو موږ له نظامي اړخه ګټونکي یو. زه به ووایم چې په نظامي لحاظ تقریبا ګټل شوېده. دا ډیره ساده ده. دا د ایران غیر اټومي کول دي. موږ نغواړو هغوی اټومي وسلې ولري، او هغوی به اټومي وسلې ونلري. هغوی له ې سره موافقه کړې."
بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکایي چارواکي د ایران په اړه د بحث لپاره هغه هیواد ته رسیدلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویل، " په خبرو کې به د ایران په ګډون د ټولو سیمه ایزو مسایلو په اړه بحث وشي، همدارنګه په سیمه کې د لبنان او نورو مسایلو په اړه هم خبرې کیږي.بنا هغوی دلته له ایرانیانو سره د مستقیمو خبرو او یا هم نورو اړوندو غونډو لپاره ندي راغلي."
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي اوسمهال قطر ته د ایراني پلاوي د سفر انتظار نه کوي خو د هغه په وینا په سویس کې د مقدماتي مذاکراتو راهیسې د دواړو طرفونو ترمنځ په تخنیکي کچه بحثونه دوام لري.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سه شنبې په ورځ وویل چې ښایي د چهار شنبې په ورځ د واشنګټن سره د وروستۍ هوکړې او " د ایران د محدودو شویو شتمنیو د آزادیدو اړوند مادې" په اړه خبري وشي.
واشنګټن او تهران د جون میاشتې په نیمایي کې د جګړې د پای ته رسیدو او هرمز تنګي د پرانیستل کیدو په هدف یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ چې څوارلس مادې لري.
د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، که ایرانی لوری په هوکړه عمل وکړي نو هغوی هم په خپلو ژمنو عمل کوي.
امریکایي پلاوی وروستی له هغه قطر ته سفر کوي چې متحدو ایالتونو د هرمز په تنګي کې پر باروړونکو کښتیو د ایران د ډرون الوتکو د بریدونو په غبرګون کې، د ایران یو شمیر نظامي اهداف په نښه کړل.
د ولسمشر ټرمپ ویاندې کارولین لیویت د دوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې متحده ایالت به تاوتریخوالو ته په تاوتریخوالي ځواب ورکړي او هیله یې څرګنده کړه چې داسې ونشي، ځکه د هغې په وینا ولسمشر ټرمپ غواړي چې د سولې بهیر پر مخ ولاړ شي.
فورم \ دبحث خونه