د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د اوکراین جګړې د ختمېدو یوازینۍ لار پوتین سره مستقیمې خبرې دي


پوتین او زیلیسنکي
پوتین او زیلیسنکي

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي وايي چې د روسیې له ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره خبرو ته چمتو دی. هغه ټېنګار وکړ چې په اوکراین کې د جګړې ختمېدو یوازینۍ لار د روسيې له ولسمشر سره مستقیمي خبرې دي.

ښاغلي زیلینسکي نن چهارشنبه مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه) په نړیوال اقتصادي فورم کې د ویدیو کنفرانس له لارې وویل که «پوتین واقعیت درک کړي» د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د دپلوماتيکې لارې د موندلو احتمال شته.

ښاغلي زیلینسکي زیاته کړه چې د دغو خبرو لپاره یې شرط دا دی چې د روسیې سرتېري بېرته هغو سیمو ته په شا شي چې د جګړې تر پیل مخکې په کې وو.

هغه وویل چې اوکراین غواړي د روسیې ټول ځواکونو له نیول شویو سیمو څخه وشړي. هغه وویل: «اوکراین به د خپل قلمرو تر بیا نیولو پورې جنګېږي. دا زموږ د استقلال او ملي حاکمیت بحث دی.»

په اوکراین باندې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د روسیې له یرغل راهېسې، د دواړو هېوادونو استازو څو ځلې د سولې خبرې وکړې خو کومه ځانګړې نتیجه یې ورنکړه او دواړو یو بل تورن کړل چې له خبرو سره لیوالتیا نلري.

د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې د ورځې په خبرو کې د هغو ۱۹ ماشومانو او دوو غټانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه چې یوه وسله وال د سه شنبې په ورځ د امریکا د تکزاس په ایالت کې په ښوونځي کې ووژل شول.

ښاغلي زیلیسنکي وویل: «تر کومه چې زه پوهېږم، د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي. دا دردوونکې ده چې په سوله کې خلک د ډزو قرباني کېږي.»

په همدې حال کې د ښاغلي زیلیسنکي مشاور میخایلو پودولیاک د لویدیځ هېوادونه وهڅول چې په روسیې باندې فشارونه زیات کړي.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «نن د اروپا آینده په بروکسل او داووس کې نه ټاکل کېږي، بلکې د سیفیرودونتسک او باخموت په سنګرونو کې ټاکل کېږي. د دغې جګړې دوام د روسیې د انرژۍ په سرچینو په بندیز او اوکراین ته د وسلو په اکمالاتو پورې تړاو لري. غواړی دا جګړه ختمه شي؟ د سولې کلي ستاسو په پلازمینو کې ده.»

د اوکراین چارواکي وايي د روسیې د یرغل له پیل راهېسې زرګونه ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي او د اوکراین ډېر تاسیسیات وران شوي دي. چارواکي وایي چې تېره ورځ د ماریوپول کې د یو اپارتاتمان په لاندینۍ خونې کې د ۲۰۰ کسانو مړي موندل شوي دي. وايي روسي سرتېرو وژلي دي.

اوکرین د روسیې ځواکونه په جنګي جنایاتو تورنوي خو روسیه دا تورونه نه مني.

د روسیې ځواکونو د جګړې د پیل په لومړیو ورځو کې فکر کاوه چې ښايي په څو ورځو یا اوونیو کې به اوکراین ونیسي، مګر په تېرو دریو میاشتو کې یې د اوکراین کمې برخې ونیولې. د اوکراین مقاومت روسیه مجبوره کړه چې د خپلو عملیاتو ساحه محدوده کړي.

په روسیې باندې د اوکراین د جګړې د فشار یوه بله نښه دا ښودل کېږي چې د دغه هېواد قانون جوړوونکو هغه قانون لغوه کړ چې له مخې یې په روسیه کې په دواطلب ډول عسکري خدمت تر ۴۰ کلنۍ پورې محدودوي. دا په دې مانا ده چې له دې وروسته تر ۴۰ کلن پورته افراد هم کولای شي چې د سرتېرو لیکو ته جلب او جذب شي.

د روسیې د پارلمان د دفاعي خدمتونو مشر اندري کارتاپولوف وويل چې دا کار هغو متخصصو خلکو ته د خدمت لپاره لاره اسانوي چې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې ورته ضرورت وي.

د روسیې پارلمان په ویبسایټ کې د دغه قانون په شرح کې راغلي دي چې مسن سرتېري، چې عمرونه یې تر ۴۰ زیات دي، د وسله والو ځواکونو د طب او انجینرۍ په برخه کې مناسب بلل کېدای شي.

دا راپور د اسوشیتډپرس او فرانس پرس اژانسونو د معلوماتو په اساس لیکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG