د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د ۲۰۰ کسانو مړي موندل شوي- مقامات 


په ماریوپول کې تر دې مخکې هم یو ډله ایز قبر موندل شوی
په ماریوپول کې تر دې مخکې هم یو ډله ایز قبر موندل شوی

په اوکراین کې چارواکي‌ وايي کارکوونکو نن سه شنبه مۍ ۲۴ (مرغومي درېیمه) د ماریوپل په ویجاړ شوي ښار کې د کېندنو په مهال د ۲۰۰ انسانانو مړي موندلي دي.

د ماریوپول ښار له تېرو دریو میاشتو راهېسې د روسیي ځواکونو تر یرغل او محاصرې لاندې و.

د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس د ماریوپول د ښاروالۍ مرستیال پیترو اندریو شچینکو ویلي دي‌ چې دا مړي د یو ویجاړ شوي اپارتمان په زیر زمینۍ «لاندینۍ خونه» کې موندل شوي‌ دي. وايي مړي خراب شوي او په سیمه کې بد بوی خپور شوی و.

سره له دې چې روسیه ادعا کوي‌ چې د ماریوپول ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی، ښاغلي اندریو شچینکو ونه ویل چې دا کېندنې په کوم ځای کې شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي روسیه تورنه کړې ده چې په اوکراین کې یې «مطلقه جګړه» پیل کړې ده او په خبره یې څومره چې ممکنه وي په اوکراین کې وژنې او ویجاړۍ کوي.

د دغو مړو تر موندلو لږ مخکې ښاغلي زیلیسنکي د اوکراین خلکو ته وویل: «په حقیقت کې په تېرو ۷۷ کلونو کې په اروپا کې داسې جګړه نه وه شوې.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د روسیې ځواکونو د میزایلو هغه برید ته هم اشاره وکړه چې د دیسنا په ښار کې یې ۸۷ کسان ووژل. دغه برید په اوکراین باندې د روسیې د جګړې له پيل راهېسې د خپل ډول خونړی برید بلل کېږي.

هغه وویل چې دا «یوازې څلور میزایل وو» او د سلګونو نورو توغول شویو میزایلو پرتله هېڅ نه دي.

په همدې حال کې نن د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې جکړو زور اخیستی دی. کرملین اوس خپل ټول پام د دغې سیمې په نیولو ورټول کړی دی ځکه چې ځواکونه یې د جکړې په لومړیو اوونیو کې د کیف په نیولو بریالي‌نشول.

په همدې حال کې د بریتانیا د دفاع وزارت وايي له مقاومت سره سره د روسیې ځواکونو په اوکراین کې «ځینې بریالیتوبونه» درلودل خو په خبره یې د «سیویرودونتسک» او ورڅېرمه سیمو بایلل به هغوی ته ځینې لوژیستیکي ستونزې وزېږوي.

دغه وزارت ویلي دي: «که د دونباس د جګړې لومړۍ کرښه د لویدیځ په لوري نوره هم مخکې شي، دا به د روسیې د ارتباطاتو کرښه نوره هم پراخه کړي چې ممکن ځواکونه یې د لوژیستیکي اکمالاتو له پلوه له ستونزو سره مخامخ شي.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی چې د اوکرایني چارواکو په وینا زرګونه ولسي خلک په وژل شوي او ژوبل شوي‌ دي.

په ماریوپول کې د ۲۰۰ انسانانو مړي‌داسې مهال موندل کېږي چې یوکراین په وار وار روسیه په اوکراین کې په جنګي جنایاتو تورنه کړې ده. خو روسیه دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG