د "دیټا فار افغانستان" په نوم یو نړیوال بنسټ په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې هر وګړی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو د پاره په میاشت کې شاوخوا ۲۷۶۰ افغانیو ته اړتیا لري او هغه افغانان چې عاید یې تر دې اندازې کم وي، په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
دا رپوټ چې د دوشنبې په ورځ (مۍ څلورمه) خپور شو، وايي هر افغان د میاشتې شاوخوا ۱۶۶۳ افغانیو ته اړتیا لري چې خواړه پرې وپیري او د نورو اړتیاوو لکه جامو، ترانسپورټ او استوګنځي لپاره د ورځې ۱۰۹۶ افغانیو ته اړتیا ده.
رپوټ وایي چې دا شمېرې د روان کال د فبروري میاشت لپاره دي او په هر ولایت کې توپیر لري.
دا بنسټ وایي موخه یې دا ده چې د افغانستان په اړه معلوماتو ته د لاسرسي زمینه د ټولو لپاره برابره کړي ځکه د هېواد په اړه ځیني معلومات لا هم عامو خلکو ته د لاسرسي وړ نه دي.
په افغانستان کې د بې وزلۍ په اړه د نړیوالې ادارې وروستی رپوټ ښیي چې د خوړو په برخه کې د بې وزلۍ کرښه په ټول هېواد کې یو شان ټاکل شوې، ځکه دا د کابل د بیو پر بنسټ محاسبه شوې ده. خو د خوړو پرته نورو ضروریاتو دپاره د فقر کرښه د ولایتونو، سیمو او ښاري او کلیوالو سیمو ترمنځ بیا توپیر لري.
د بېلګې په توګه، په کابل ښار کې د فقر کرښه تر ټولو لوړه ده، یعنی د بیلابیلو ضروریاتو د بیو په نظر کی نیولو سره هر وګړی د ژوند دپاره شاوخوا ۴۱۳۸ افغانیو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې په ځینو کلیوالو سیمو لکه بامیان او دایکندي کې دا کچه تر ۲۱۰۰ افغانیو هم ټیټه ده.
د فقر کرښه هغه حد ښيي چې یو کس په میاشت کې د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ورته اړتیا لري. که د یوې کورنۍ عاید له دې کچې ټیټ وي، نو هغه کورنۍ د فقر له ستونزو سره مخ ګڼل کېږي.
افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې هم د اقتصادي بېثباتۍ، اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو، د خلکو پراخې بېځایه کېدنې، د طالب چارواکو له خوا لګول شويو بندیزونو او د نړیوالو مرستو د کموالي له امله له سخت بشري کړکېچ سره مخ و.
د ملګرو ملتونو د سره صلیب د ادارې په وینا، ماشومان، په عمر پاخه کسان، معلولیت لرونکي وګړي، د ښځو تر مشرۍ لاندې کورنۍ او ورځني کارګران تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
د وروستیو رپوټونو پر بنسټ طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ د خلکو د فقر کچه لوړه کړي او اړتیاوې یې نورې هم زیاتې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه