د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه او وژل بند شي

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه جګړه ختمه شي او دا "بې مانا وژل" بند شي.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند د امریکا غږ اوکراین څانګې ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، "ولسمشر ټرمپ او ډله یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې ختمولو لپاره رغوونکي رول روان ساتلو ته ژمن دي او ولسمشر هیله لري چې موږ به په نهایت کې د سولې یو تړون ته ورسیږو.»

په دې بیان کې ویل شوي چې واشنګټن له کیف او مسکو سره په دې اړه رغوونکي خبرې هم روانې ساتلي دي.

په بیان کې راغلي چې متحده ایالتونه «په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې دا رول لوبولای» شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوکراین وایي د روسیې په تازه بریدونو کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.

د اوکراین د عاجلو خدماتو ادارې ویلي چې د دې هیواد د کراماتورسک په سیمې کې په دوو بس موټرو باندې د روسیې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شویدي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه له څو کلونو راهېسې روانه ده او ولسمشر ټرمپ وایي چې په دغې بې مانا جګړې کې د دواړو لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

ولسمشر ټرمپ تل له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې جګړه ختمه کړه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG