د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو دوه کلنه واکمني؛ ملګري ملتونه: په دوو کلونو کې ۱.۶ میلیون افغانان کډوال شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته تر ۱.۶ میلیونه زیات افغانان کډوال شوي دي.

په افغانستان کې روان اقتصادي بحران، سیاسي وضعیت او د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو محدودیتونه هغه عمده ستونزې بلل کیږي چې افغانان له وطنه د وتلو ته مجبوروي.

د رپوټونو له مخې، زیاتره دغه افغانان پاکستان ته کډه شوې دي. د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغان کډوال اوسیږي، چې یوازې ۱.۴ میلیونه یې د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یو راپور له مخې، په تیرو دوو کلونو کې نږدې ۸۹ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. په دوی کې ډېری یې د تېر حکومت کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان دي چې زیاتره یې په امریکا کې د بشردوستانه ویزو پر اساس مېشت شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو سربیره، کاناډا نږدې ۴۰ زره هغه افغانان منلي دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې ژوند په خطر کې ګڼل کیږي. کاناډا تراوسه شاوخوا ۳۶ زره افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي چې زیاتره یې ښځې او مدني فعالان دي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي مشکلات د افغانانو د کډوالۍ لامل بولي.

نوموړی وايي: "په افغانستان کې روانه سیاسي او اقتصادي فضا دا څرګندوي چې د نجونو پر مخ ښونځی هم بندې دي، که دا مسایل حل شي فکر کوم زیاتره افغانان وطن ته د راتګ علاقه لري."

خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي چې تر ۹۵۰ زره زیات افغانان په تېر کال کې بیرته وطن ته ستانه شویدي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت معین محمد ارسلا خروټي په کابل کې خبریالانو ته وویل: "له نېکه مرغه د تېر کال په جریان کې ۹۵۲ زره تنه افغان مهاجرین له ایران پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو څخه بیرته وطن ته را ستانه شویدي."

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ شمیرنو له مخې شاوخوا ۹.۲ میلیونه افغانان په نړۍ کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه افغانان د پناه اخیسنتنې په وضعیت کې قرار لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG