د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې نږدې ۶ میاشتو کې له ۱۵ زرو څخه زیات افغان کډوال شړلي دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په ترکیه کې د افغان کډوالوڅخه د ملاتړ ټولنه وايي، چې ترکیې حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر ۲۲ پورې له ۱۵ زرو څخه زیات افغان کډوال ددغه هیواد شړلي دي.

ددې ټولنې مشر علي حکمت امریکا غږ ته وویل، چې دا شمیر د هغو افغانانو د شمیر ۵۵ فیصده ښيي، چې په روان کال کې دغه هیواد کې بندیان شوي دي.

علي حکمت وویل، چې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د شمیرنو له مخې د جنورۍ د میاشتې څخه د جون د میاشتې تر نیمايي پورې یې په دغه هیواد د یو شمیر مختلفو هیوادونو کډوال نیولي او بند کې اچولي دي، چې ۲۷ زره یې افغان کډوال دي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت د درجه بندۍ له مخې افغان کډوال په دغه هیواد کې د غیرقانوني قانوني کډوالو په سر کې ځای لري. د رپوټونو له مخې ترکیې په تیر ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۵ زره افغان کډوال بندیان کړي و.

د شمیرنو له مخې اوس مهال په ترکیه کې د ثبت شویو افغانانو شمیر۳۰۰ زرو ته رسیدلی دی. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په دغه هیواد کې د لنډې مودې اوسیدلو لپاره دغه هیواد ته تللي دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالوڅخه د ملاتړ د ټولنې شمیرنې ښيي، چې اوس مهال په ترکیه کې ۴۸ زره افغانان د اوږدې مودې د اوسیدانې اسناد لري، ۳۸ زره د یو کال او یا له یو کال څخه د کمې مودې د اوسیدلو اسناد لري او همدارنګه له پنځه زرو څخه کم افغان کډوال په دغه هیواد کې اوسیږي.

هغه افغان کډوال، چې د لنډې مودې د اوسیدلو اسناد لري او ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې ژوند کوي په پاسپورټونو کې د نښې د لګولو د ستونزې له امله خپل اقامت نشي تمدیدولی.

د " Turkey iResidence" ویبپاڼې د معلوماتو پراساس کوم کډوال، چې غواړي په ترکیه کې له ۹۰ ورځو زیات پاتې شي، باید په هرو ۱۸۰ ورځو کې د اوسیدو جواز تمدید کړي. دا جواز د یو کال څخه تر دوو کلنو پورې اعتبار لري. افغان کډوال ددې کار لپاره داسې پاسپورټونو ته، چې د اعتبار نیټه یې نه وي پوره شوي، اړتیا لري.

یو شمیر افغان کډوال، چې د لنډې مودې د اقامت اسناد لري دمخه امریکا غږ ته ویلي و، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ دوی ته د نوو پاسپورټونو د ورکولو پرځای د پاسپورټونو د تاریخ د تمدید لپاره پر زړو پاسپورټونو باندې نښې لګوي، خو د ترکیې ځینې ادارې دا کړنلاره نه مني.

همداشان د شمیرونو له مخې ترکیه هره اونۍ د ۴۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په سلګونو زره افغان کډوال ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شوي او په دغو هیوادونو کې دیره دي.

افغانستان کې د طالبانو د واکمنیدو دمخه ترکیې د یو څه مودې لپاره وطن ته د افغان کډوالود ستنیدو بهیر ځنډولی و. خو په ترکیه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو پر مهال د دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ډیر چټک شوی و.

ددې دمخه د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي و، چې ترکیې لسګونه زره افغان کډوال ایران سره د خپل ځمکني سرحد څخه بیرته ایران ته شړلي او هم یې په زرګونو نور افغان کډوال په مستقیم ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د بشري حقونو دغه نړیوال سازمان ویلي، چې ترکیه د افغان کډوالو د نړیوالې ساتنې غوښتنلیکونو ته هم پاملرنه نه کوي او یاهم ورته ډیره کمه پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG