د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا افغانستان کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه غونډه کوي


په ملګرو ملتونو کې د ناروې استاوزلي وايي، امنیت شورا په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه غونډه کوي.

د ناروې استازولۍ نن جمعه مارچ ۲۵ (وري پنځمه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه غونډه نن تر سره شي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د کابل ښار په اماني لیسه کې خبریالانو ته وویل چې د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په اساس " ټولو اناثیه مکاتبو او لیسو ته چې له شپږم صنف څخه پورته دي،‌ خبر ورکوو چې خپل درسونه تر امرثاني پورې بند کړي. هرکله چې په دې اړه له شریعیت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامعه طرحه جوړه" شوه او د طالبانو حکومت امر وکړ، بیا "به یادو ښځینه مکاتبو ته رسمآ اطلاع ورکړل" شي.

نوموړي وویل چې دا "هدایت" ورته تېره ورځ د مکتوب له لارې استول شوی دی. څو میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې په نوي‌ تعلیمي‌کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیستل کېږي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو په اړه اندېښنې ښودلې وه.

بلخوا د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډ، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو او د اروپايي ټولنې عالي استازي په یوې ګډې اعلامیې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه غندلې ده او له هغوی یې غوښتي دي چې خپله پرېکړه دې ژر بېرته واخلي.

دا ګډه اعلامیه چې پنجشنبه مارچ ۲۴ (وري څلورمه) خپره شوې وايي چې دا کار افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو د ورکړل شوې ژمنې خلاف دی. اعلامیه وايي چې نړیوالې ټولنې شاوخوا شپږ میاشتې ښوونکو ته په دې هیله معاشونه ورکړل چې ښوونځي به د ټولو په مخ خلاصېږي.

په اعلامیې کې راغلي دي: "موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې په عاجل ډول دې خپله پرېکړه بېرته واخلي، دا پرېکړه به افغان نجونو ته تر زیان رسولو ورپورته عواقب ولري. دا به د افغانستان ټولنیز اتحاد او اقتصادي‌ وده، د ملتونو په ټولنې کې د یو ویاړلي غړي‌ په توګه یې شاملېدو توقع او له بهر څخه هېواد ته د افغانانو بېرته ستنېدل زیانمنوي."

XS
SM
MD
LG