د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بیان آزادۍ له پلوه تر ټولو په ناوړه هیوادونو کې راغلی

په نړۍ کې د بیان آزادۍ د ۲۰۲۴ په کلني راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د بیان آزادي کړکیچن حالت کې ده او لدې پلوه د نړۍ تر ټولو ناوړه هیوادونو کې راغلی.

د (Global Expression) سازمان په راپور کې ویل شوي چې د بیان آزادۍ له مخې افغانستان د ۱۶۱ هیوادونو په جملې کې ۱۵۵ م مقام کې لري.

د دې سازمان معلوماتو له مخې په تیرو پنځو کالونو کې ۲۰۱۸ – ۲۰۲۳-پورې افغانستان د آزادۍ بیان په جدول کې ۴۷ پواینټه لاندې راغلی.

د بیان آزادۍ د ارزښتونو په جدول کې افغانستان، سوریه او میانمار تر ټولو ټیټ او ډنمارک بیا د ۹۵ امتیازو تر لاسه کولو سره د دې جدول په سر کې دی.

تر دې وړاندې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوال شاخص له مخې چې د بې سرحده خبريالانو له خوا برابر کړی، افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو بد هېواد بلل شوى و.

"په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص – په ۲۰۲۴ کال کې تر سیاسي فشار لاندې ژورنالیزم؛ تر سرلیک لاندې، د دغه بنسټ د راپور په اساس افغانستان د خبریالانو د وژل کېدو او نیول کېدو له امله ۲۶ درجې راښکته شوی او په ۱۷۸م ځای کې راغلی.

د دغې موندنې له مخې افغانستان له اریتیریا او سوریې څخه وروسته په نړۍ کې د مطبوعاتو په ازادۍ کې په ۱۸۷م مقام کې دی. اریتریا په ۱۸۰م او سوریه په ۱۷۹م مقامونو کې دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي دي چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې او توقیف له کبله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې ښکته شوی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د راپور له مخې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه نیولې تر ۲۰۲۳ پورې۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه سازمان په شاخصونو کې راغلي دي چې په نړۍ کې افراد (سیاسي مقامات) د مطبوعاتو ازادۍ ته ګواښونه پېښوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼ شمیر افغان خبریالانو او د مطبوعاتي ادارو مامورینو هیواد پریښی او په نورو هیوادونو کې کډه شویدي.

طالبانو همدارنګه په بیلا بیلو پلمو افغان خبریالان، منتقدین، تحلیلګران، شاعران، د بشري او میرمنو حقونو فعالین او په ځانګړې توګه میرمنې نیولي او بندیان کړیدي.

د ګلوبل اکسپریشن سازمان په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نړۍ تقریباً ۵۳ په سلو کې وګړو د بیان آزادۍ په بحران کې ژوند کاوه او په اوس وخت کې څلور میلیارد کسان په ۳۹ هیوادنو کې د آزادۍ په بحران کې ژوند کوي او دا شمیر مخ په ډیریدو دی.

د دې سازمان د بیان آزادۍ جدول له مخې ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره تر ټولو غوره او ترکمنستان، نیکاراګوا، ارتیریا او شمالي کوریا بیا تر ټولو ناوړه هیوادونه دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG