د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو هرات کې د داعش ډلې د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کړې


په هرات ولایت کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ نن شنبه مارچ څلورمه (کب ۱۳) رسنیو ته په لېږلې یوه اعلامیې کې ویلي چې دغه عملیات تېره شپه د هرات ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند په «رباط» سیمه کې پر یو کور چې د داعش ډلې غړې پکې اوسېدل تر سره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د یادو عملیاتو پرمهال د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.

په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ همدرانګه ویلي چې د داعش ډلې له یادو غړو سره په یاده نښته کې یو طالب سرتیری هم ټپی شوی دی.

په اعلامیه راغلي: "له دغو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، دری میله تمانجه، یو دربین او څو سټه ټیلفونونه د اسلامي امارت د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي."

داعش ډلې تر دا مهاله په هرات ولایت کې د طالبانو په عملیاتو کې د خپلو غړو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند خیرخانې سیمې کې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د داعش ډلې د دوو غړو د وژل کېدو او یو بل تن د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې یکشنبې په ماښام فبرورۍ ۲۶ (کب اوومه) وویل چې په وژل شوو کسانو کې د خراسان لپاره د داعش د پوځي عملیاتو مشر قاري فاتح هم ووژل شو.

د طالبانو حکومت ویاند زیاته کړې چې د داعش ډلې یادو غړو په کابل کې د بریدونو پلان لاره چې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شوه.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته تل ادعا کړې چې داعش ډله په افغانستان کې «فزیکي او علني» حضور نلري، خو دغه ډلې په دې وروستیو کې په کابل او شمېر نور ولایتونو کې د مرګونو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG