د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو له ګواتنامو زندانه د افغان بندي د خلاصېدو خبر ورکړ


له ګوانتنامو له زندانه ازاد شوی افغان بندي اسدالله هارون
له ګوانتنامو له زندانه ازاد شوی افغان بندي اسدالله هارون

د طالبانو حکومت د امریکا متحده ایالاتو لخوا له ګوانتنامو زندان څخه د پاتې دوو تنو بندیانو له جملې څخه د یو افغان بندي د را خوشي کېدو خبر ورکړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ درېیمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسدالله هارون په نوم یاد افغان بندي د «اسلامي امارت» په هڅو له امریکا متحده ایالاتو سره د مخامخ او «مثبت» تعامل به نتیجه کې را خوشي شو.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګواننتامو څخه اسدالله هارون را خلاص او کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کیږي."

طالبانو د یاد بندي د را خلاصولو په برخه کې له قطر څخه د اسانتیاو بربرولو په برخه کې مننه کړې ده.

د اسدالله هارون ورور رومان خان چې د خپلې کورنۍ سره په پیښور کې په مهاجرت کې ژوند کوي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته د جمعې په ورځ د هغه د خوشې کیدو خبر ورکړل شوی دی.

رومان خان د خپل ورور هارون د خوشې کیدو په غبرګون کې ویلي دي چې: «د هغه پر ضد تورونه غلط وو او د هغه خوشې کیدو ثابته کړه چې هغه بیګناه و. خو څوک به د هغه د ژوند تللي کلونه بیرته راوګرځوي.»

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نورو هیوادونو له زندانونو څخه هم د افغانانو را خلاصولو لپاره له یادو هیوادونو سره د دوی خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د امریکا د دفاع وزارت له خوا د خپرو شویو حکمونو له مخې، د امریکا دولت په کیوبا کې د ګوانتنامو له نظامي زندان څخه د جګړې د دورې د ۳۹ بندیانو له ډلې د دوو نورو بندیانو له ازادیدو سره چې کلونه بندیان دي، موافقه وکړه.

د ګوانتنامو د څیړنې د بورډ له خوا د خپرو شویو اسنادو له مخې، یمني سند الاسلام الکاظمي او افغان تبعې اسدالله هارون ګل چې په هارون الافغاني مشهور دی، د اکتوبر په ۷ د خوشي کیدو تائید ترلاسه کړی دی.

۴۰ کلن اسدالله هارون ګل چې د ۲۰۰۷ کال له جون څخه د یو اسلامپاله ملیشه قوماندان او د القاعده د قاصد په توګه په ګوانتنامو کې بندي دی، په لومړیو کې "خطرناک شکمن ترهګر" ګنل کیده.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د هارون کورنۍ چې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان باندې د روسیې له یرغل وروسته پاکستان ته مهاجره شوې دا منلي دي چې هارون د حزب اسلامي غړی و، خو هغه هیڅکله هم د القاعده شبکې سره تړاو نه درلود.

د ګوانانتامو زندان د بندیانو د څیړني بورد یو کال مخکې د هغه خوشي کیدل رد کړل، خو نوی حکم "په تندلارو سازمانونو کې د هغه د رهبري رول نشتون او د هغه د پخوانیو اعمالو لپاره د یوې مشخصې ایډیولوژي د مبنا نشتون" او همدارنګه د "تیرو کړنو څخه پيښماني" بیان شویده.

د ګوانتانامو د ۲۷ نورو بندیانو له ډلې څخه چې خوشي کیدل یې تائید شوي ندي، د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو د اصلي طرحه کوونکي خالد شیخ محمد په ګدون د لسو کسانو محاکمه اوسمهال روانه ده.

دوه نور کسان مجرم ګڼل شوي ‌او د نورو برخلیک لا معلوم ندی.

XS
SM
MD
LG