د لاس رسي وړ اتصالات

بهر کې په زده کړو بوختو استادانو د معاشونو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، په بهرنیو هیوادونو کې په درسونو بوختو افغان استادانو معاشونه بیرته ورکول کیږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د معاشاتو او تشکیلاتو کمېسیون تېره میاشت د مالي ستونزو له امله په بهرنیو هیوادونو کې په زده کړو بوختو د پوهنتونونو استادانو او کار کوونکو د معاشاتو نه ورکولو پرېکړه وکړه چې یو لړ غبرګونونه یې را وپارول.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا په حکم ټاکل شوي کمېټې د یادو معاشونو د بیرته اجرا پرېکړه کړې ده.

هغه وویل: "له ټولو هغو اړخونو ځانګړې مننه کوو، چې د استادانو د حق ملاتړ يې وکړ او له امله يې بهر کې پر درسونو بوختو استادانو د معاشاتو د بيا اجراء پرېکړه وسوه."

تر دې مخکې د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر استادانو ویلي و چې د طالبانو حکومت مخکنۍ پرېکړه به د پوهنتونونو پر درسي بهیر منفي اغېز وکړي.

پر همدې مهال د کابل پوهنتون استاد او په هند کې د دوکتورا دورې محصل پوهنیار عبیدالله وردګ کڅه هم د دغه پرېکړې هر کلی کوی، خوا وايي د تجدید نظر وروستۍ پرېکړه لا نده شریکه شوې د استادانو معاشونه به د پخوا په ډول وي او که به تغیرات پکې راغلي وي.

ښاغلي په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "سره لدې چې د دې پرېکړې او تجديد نظر وروستۍ پرېکړه نده شريکه شوې چې تر څو وليدل شي چې معاش د پخوا په ډول دی او يا پکې تغيرات راغلي دي. په ټوله کې دا يوه ښه پرېکړه ده چې په بهر کې پر زده کړو بوختو استادانو معاشونه ورکړل شي او راتلونکي کې به هم د دوی د ظرفيت لوړولو لپاره لېوالتيا موجوده وي."

په افغانستان کې د دولتي پوهنتونو د استادانو معاشونه پر دوه برخو وېشل کیږي چې یو کادري او بل یې د اړوند بست معاش دی، خو د پوهنتونونو استادان وايي چې د طالبانو حکومت په نوې پرېکړه کې نه ده څرګنده شوې چې تغیرات به پکې راغلي وي او که بشپړه معاشونه ورکول کیږي.

ویل کیږي چې اوس مهال په یو شمېر بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د پوهنتونونو ۱۰۸۲ استادان د ماسټرۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG