د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد شاه مسعود د قبر ډبرې بیا ماتېدو ته غبرګونونه؛ طالبان: څېړنې کوو


په ټولنیزو رسنیو کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ډبرې ماتېدو په اړه پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو طالب چارواکي وايي په دې اړه څېړنې کوي.

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو پخوانیو جهادي قوماندانانو او چارواکو د ناڅرګندو کسانو لخوا د احمد شاه مسعود د قبر د ډبرې ماتېدل د افغانانو د کلتور خلاف بللي دي.

ښاغلي عبدالله د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ډبرې بیا ماتېدل د «شرورو او غیر مسووله کسانو» کار بللی دی.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) پر خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې یاد کار به د افغانانو ترمنځ د ملي روحیې د زیانمنېدو لامل شي او همدارنګه به په زړونو او دماغونو کې د کینې او نفاق تخم وکري.

هغه زیاته کړې: "یو ځل بیا ټینګار کوو چې د هېواد ورونو او برابرو اقوامو مشرانو او شخصیتونو ته احترام او ښځو ته درناوی د افغانانو له ښو عنعناتو څخه دي او نه رعایتول یې په افغانانو کې د تفرقې د ایجاد او زیاتولو باعث ګرځي."

پر همدې مهال پخواني جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف د قبرونو سپکاوی غندلی او هغه یې د دیني ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

هغه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د «هیواد د ملي قهرمان» د قبر سپکاوی نه یوازې دا چې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی بلکې په هیواد کې د ملي وحدت په زیان دی.

بلخوا د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر ډبرې ماتېدو ته تند غبرګون ښودلی او د دغه کار مسؤلیت پر طالبانو اچولی دی.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د یو خبري کنفرانس پر مهال د احمد شاه مسعود د قبر د ډبرې ماتېدو په اړه اوازې دروغ وبللې او زیاته یې کړه چې دوی د دغه اوازو په اړه څېړنې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی خپلو سرتیرو ته اجازه نه ورکوي چې چاته سپکاوی وکړي.

هغه زیاته کړه: "خلک د هیواد مشرانو ته د سپکاوي حق نلري، هر چا چې دغه کار کړی وي، له قانوني چلند سره به مخ شي، مخکې چې هم کوم چا داسې کار کړی وي هغه مجازات شوي دي."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې په پنجشېر ولایت کې د پخواني جهادي قوماندان د قبر ډبره د چا لخوا ماته شوې ده، خو شمېر کسان دا کار د فرصت طلبه کسانو کار ګڼي چې هدف د خلکو ترمنځ د احساساتو پارول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د قبر د ډبرو ماتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي و.

XS
SM
MD
LG