د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي "د مسعود قبر ته نژدې د طالبانو د اتڼ" انګیزه معلوموي


د طالبانو جنګیالي په پنجشیر کې- عکس ارشیف
د طالبانو جنګیالي په پنجشیر کې- عکس ارشیف

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر طالبانو یوه ویدیو خپره شوې چې په پنجشیر ولایت کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود قبر ته نژدې په اتڼ او زمزمو لیدل کېږي، د ښاغلي مسعود پلویانو دا کار غندلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د اتڼ کوونکو طالبانو دا کار د دوی د حکومت «پالیسي» نه ده. هغه ویلي دي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر ځوانان په اختر کې د تفریح لپاره پنجشیر ته تللي وو او دا کار یې کړی دی.

په خپرې شوې ویدیو کې ښودل کېږي چې یو شمېر طالبان اتڼ کوي او تر شاه په لږه لېرې فاصله کې د احمدشاه مسعود «مزار» ښکاري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي دي: «هڅه روانه ده چې د دغه ناسم عمل انګیزه معلومه شي او د دا ډول اعمالو مخه به ونیول شي.»

د ښاغلي مسعود یو شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې د دغو طالبانو اتڼ غندلی او دا کار یې د احمد شاه مسعود شخصیت او مزار ته سپکاوی بللی دی.

د بېلګې په ډول نقیب اروین، چې ځان د افغانستان یو ورځپاڼه لیکونکی بولي، په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د احمد شاه مسعود په «مزار باندې نڅا نه افغاني، نه اسلامي او نه هم انساني دود دی او دا کار د پیوستون د لړزېدونکيو ستنو له نړولو پرته» د هغه په خبره بل څه نلري.

د امین بابک په نامه بل افغان، چې ټویټر کې خبریال ښودل شوی، هم دا کار یو سپکاوی بللی دی او دا یې «د افغانستان د خلکو ترمنځ د درز پیدا کولو یوه هڅه بللې» او لیکلي دي چې طالبان د ولسونو ترمنځ «درز نشي پیدا» کولای.

خو ځینې داسې کسان هم شته چې د طالبانو دا اتڼ دومره جدي مسئله نه ګڼي او وايي چې تر دغه اتڼ مخکې د احمد شاه مسعود مزار ته نژدې ځینو خلکو د پنجشیر دویزه نڅا «قرصک» هم کړی او هغه وخت د دوی په باور دومره جدي غبرګون ښودل شوی نه و.

د صفي په نامه یو تن په خپل ټویټر کې یوه ویدیو خپره کړې چې ظاهرآ د مسعود مزار ته نژدې یو افغان سندرغاړی د سندرې ویلو په حال کې لیدل کېږي. ده لیکلي دي «د احمد شاه مسعود په مزار باندې قرصک او پایکوبي روا ده خو اتڼ ناروا. دا خبره باید ومنو چې نڅا کول او نڅول دواړه ناروا دي او باید وغندل شي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټېنګار کوي چې د دغه کار «هدف جهادي شخصیتونو ته سپکاوی نه دی». هغه لیکلي دي چې حکومت یې د جهادي مشرانو درناوی کوي او «مړیو ته سپکاوی مجاز نه دی او نه موږ دې کار ته اجازه ورکوو».

احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې پخوانی جهادي قومندان و چې د طالبانو په لومړي دور کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې د هغوی په مقابل کې د خپل ژوند تر وروستۍ شېبې پورې وجنګېده او بیا ظاهرآ د دوو عربانو، چې ځانونه یې خبریالان پېژندلي وو، په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل کې بیا واک ترلاسه کړ او دا ځل د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د هغوی په ضد د «مقاومت جبهه» پرانیستلې، خو طالبان وايي چې ټول افغانستان د دوی په واک کې دی او وسله وال مبارزه نشته.

XS
SM
MD
LG