د برېټانوي رسنیو په حواله، د بریتانیا حکومت ویلي ښايي د ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لارې په پام کې ونیسي چې د پناه غوښتلو درخواستونه یي رد شوي دي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې حکومت “په ډېر دقت سره دا مسله څاري” چې نور اروپايي هېوادونه پدې برخه کې کومو لارو چارو نه کار اخلي او څه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو رپوټونو پر بنسټ ځینې هېوادونه له طالبانو سره پدې برخه کې د ځانګړو ترتیباتو د ارزولو هڅه کوي.
اوس مهال، برېټانیا د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني، چې له همدې امله افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول ستونزمن شوي دي. خو میرمن محمود دا هم رد نه کړه چې کېدای شي په راتلونکې کې ددوي سره خبرې وشي چې دا د پالیسۍ په برخه کې احتمالي بدلون ته اشاره کوي.
دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې پر کډوالو د نړۍ د ځېنو هیوادونو فشارونه مخ په زیاتېدو دي. د ۲۰۲۵ کال د جون تر پایه، افغانان تر ټولو لویه مهاجرتي ډله وه چې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلې چې شمیر یې شاوخوا ۶۳۰۰ کسانو ته رسیږي. دا شمیره د تېر کال په پرتله نږدې ۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، نږدې ۳۰ زره افغانانو په برېټانیا کې د پناه غوښتنه کړې چې دا د افغانستان د روان سیاسي او بشري کړکېچ اغېزې څرګندوي.
د برېټانیې حکومت وایي تر اوسه پورې کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د طالبانو تر واک لاندې وضعیت په شدیده توګه خراب شوی دی.
له هغه راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک رسېدلي، د افغان پناه غوښتونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی اما د پناه غوښتونکو د منلو کچه راټیټه شوې ده.
په ټوله اروپا کې حکومتونه په دې بحث کوي چې له رد شویو پناه غوښتونکو سره څنګه چلند وکړي او سره لدې چې لا هم حقوقي او اخلاقي اندېښنې شته ځینې یې د له طالبانو سره د مستقیم یا غیر مستقیم تعامل پر مسلې غور کوي.
تېره اونۍ، د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو یو ائتلاف د اروپايي اتحادیې له مشرانو وغوښتل چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه له طالبانو سره هر ډول تعامل سمدستي ودروي او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول خبرې به د افغان ښځو پر وړاندې یو“خیانت” وي.
د افغان فعالو میرمنو د همغږۍ بنسټ په یوه پرانیستي لیک کې چې د اروپايي اتحادیې لوړپوړو چارواکو په ګډون د اروپا پارلمان مشرې روبرتا متسولا او د اروپايي کمیسیون مشرې اورسلا ون درلاین ته استول شوی، ویل شوي چې د طالبانو سره پدې اړه خبرې یو بېطرفه اداري اقدام نه بلکې په لوي لاس یو سیاسي اقدام ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه