د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا صدراعظم له اړمنو افغانانو سره د ۵۰ میلیون پونډه مرستې اعلان وکړ


د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې ګډونوال
د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې ګډونوال

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس په افغانستان کې له ګواښ سره مخ افغانانو سره د ۵۰ میلیون پونډه مرستې اعلان وکړ.

نوموړي زیاته کړې چې له ګواښ سره مخ افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو سره مرسته د ټولو مسؤلیت دی.

نوموړي پرون یکشنبه اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) په ایټالیا کې د جي شل هیوادونو د غونډې جریان کې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ مسؤلیت لرو په افغانستان کې له هغو کسانو سره چې د طالبانو رژیم کې له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو سره مرسته وکړو."

ښاغلي جانسن ویلي چې هیواد به یې په دې برخه کې ۵۰ میلیون پونډه ځانګړي کړي.

هغه د جي ۲۰ هیوادونو څخه غوښتي چې په خپلو پراختیايي پروګرامونو کې د ښځو او نجونو حقوقو ته لومړیتوب ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته هم ویلي و: "کابل ته د طالبانو د ډلې ننوتلو سره، بریتانیا به هڅه وکړي چې له وخته مخکې د نوي حکومت په رسمیت له پیژندو ډډه وکړي".

د بریتانیا صدراعظم وايي، هغو هېوادونو سره د یو ځای کیدو په لټه کې دي چې د نوي حکومت د چلند لپاره، ورته شرایط ږدي.

خو د طالبانو حکومت بیا تیره شنبه یو ځل بیا له امریکا او نورو هیوادونو وغوښتل چې حکومت یې په رسمیت وپیژني او خبرداری یې ورکړ که چیرې حکومت یې په رسمیت و نه پیژندل شي او په بهر کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نشي، دغه کار به نه یواځې افغانستان بلکه نړې ته هم ناوړه عواقب ولري.

XS
SM
MD
LG