د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو : تمرکز په ټاکنو دی نه د ځواکونو په ایستلو


 جنرال ټاډ ولټرز وویل په افغانستان کې د ناټو ماموریت پرځای دی
جنرال ټاډ ولټرز وویل په افغانستان کې د ناټو ماموریت پرځای دی

د ناټو تر ټولو لوی پوځي امریکايي قوماندان جنرال ټاډ ولټرز وایې چې له افغانستان څخه د بهرنیو قواوو پر ویستلو هيڅ بحث نه دی شوی.

جنرال ولترز له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل له څنګه چې د سپټمبر په ۲۸ په افغانستان کې انتخابات کیږي نو د پریکنده ماموریت به د تل په شان خپل ټول پام د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته واړوي څو دا اطمینان ترلاسه شي چې دوی په ټول هیواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

د ناټو دې لوړپوړي امریکايي جنرال زیاته کړه که څه هم ددوی تمرکز په سوله دی او دا کار له ستونزو ډک دی خو د ناټو او امریکا ټول پام د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دی.

جنرال ټاډ ولټرز وویل:"هغه پیغام چې موږ د ناټو شریکانو ته استو دادی چې امریکا ژمنه ده، ناټو ژمنه ده او ماموریت اوس پرځای دی. موږ خپله ټوله هڅه کو څو مطمین شو چې بهرني پروګرامونه خنثی کړو کوم چې د ناټو د غړو هیوادونو او د امریکا په وړاندې ناوړه کارونه کولای شي."

د امریکا لپاره د افغانستان سفیرې میرمن رویا رحماني د امریکا د سولې په انستیتوت کې په یوې غونډه کې وویل هیواد یې پوهیږي چې سوله نږدې شوي او "زموږ" په شرایطو به راشي.

هغې زیاته کړه، که څه هم دا پروسه هر وخت ساده نده خو په افغانستان کې د سولې لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسه شهرزاد اکبر خبرداری ورکړی نشي کیدای ښه نتیجه ترلاسه شي که اکثریت افغانان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه بې باوره وي.

د کوینز پوهنتون استاد مایکل سیمپل چې د افغانستان په اړه د امریکا د سولې د انستیتوت د جمعې د ورځې د غونډې یو برخوال وو وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره لیوالتیا شته او سوله به بالاخره راشي.

مایکل سمپل وویل: "هدف مې دادی چې افغانان او د جګړې ټول اړخونه دې نتیجې ته رسیدلي دي چې اوس د جګړې وخت تیر شوی او ددې وخت رارسیدلی چې د حل لار یې ولټول شي."

خو ښاغلي سمپل خبرداری ورکړ کوم کسان چې د سولې په خبرو کې شامل دي باید بیا فکر وکړي او هغو شیانو څخه چې سم ندي پر مخ تللي ، زده کړه وکړي.

XS
SM
MD
LG