د لاس رسي وړ اتصالات

د اوتار-۲ فلم؛ د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت ټکټونه خرڅ شوي


اواتار فلم
اواتار فلم

شاوخوا دوې اونۍ کېږي چې د اواتار-۲ (Avatar: The Way of Water) فلم نندارې ته وړاندې شوی خو تر دې دمه یې شاوخوا دوه میلیارد ډالر ټکټونه خرڅ شوي‌ دي.

تر دې دمه یوازې په متحدو ایالتونو کې د دغه علمي-تخیلي فلم ۵۹۸ میلیون ډالر ټکټونه خرڅ شوي دي. په نورې نړۍ کې یې بیا تر دې دمه ۱.۴۲ میلیارد ډالر ټکټونه خرڅ شوي دي.

د کروناویروس وبا له خپرېدو وروسته دا فلم لومړی فلم دی چې په دې اندازه یې ټکټونه خرڅ شوي. دا فلم د ۲۰۲۲ د ډسمبر په میاشت کې نندارې ته وړاندې شو او له هماغې راهېسې یې ټکټونه خرڅېږي.

د اواتار-۲ تولید کوونکی شرکت وايي چې شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالر یې د دې فلم په تولیدو او ۲۰۰ میلیون نور یې د فلم په اعلاناتو لګولي دي.

جیمز کیمرون د دغه فلم یو لیکوال، لوبغاړی او تولید کوونکی دی. داواتار په نوم لومړی فلم په ۲۰۰۹ کې نندارې ته وړاندې شو چې په فلم کې کارول شوي تخنیکونه، تخیلات او نورو مسائیلو د فلم ډېر لیدونکي حیران کړي وو.

د اوتار په اول فلم کې د هالیوود مشهور ستوري‌ سام ورتنګاتن، زووي سالدانا، ستیفن لانګ، میشل رادریګز او ځينې نور لوبغاړي وو. د دغه فلم داستان د انسانانو له لوري د یوې ښکلې مجازې او په زړه پورې نړۍ، پاندورا، استعمار کول وي. په هغه فلم کې انسانان نشي کولای چې پاندورا ونیسي‌، خو په اواتار-۲ کې انسانان یو ځل بیا هڅه کوي چې پاندورا لاندې کړې او د هغه نایابو سرچېنو ته ځانونه ورسوي.

د پاندورا په مجازي نړۍ کې غرونه ځوړند دي، نباتات او ګلونه یې د شپې څراغونه شي ‌او څنګلونه رڼا کوي، اهلي حیوانات یې د بومي خلکو سره د تفکر په واسطه مکالمه کوي او انسانان په کې له یو بل سره د وېښتو او پېڅکو له تړلو وروسته خبرې کولای شي.

XS
SM
MD
LG