د لاس رسي وړ اتصالات

په ونزویلا کې د امریکا د احتمالي پوځي مداخلې خبرداری


د ونزویلا مخالف سیاسي مشر خوان ګوایدو
د ونزویلا مخالف سیاسي مشر خوان ګوایدو

په ونزوېلا کې د سیاسي کړکېچ په زیاتېدو، د ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې د سپینې ماڼۍ زغم کم شوی او امریکايي مقاماتو د مشکل د هواری په هدف آن د پوځي مداخلې ګواښ کړی دی.

واشنګتن چې مخالف سیاسي مشر خوان ګوایدو د ونزویلا د مشروع ولسمشر په صفت په رسمیت پېژني له مادرو غواړي چې له واک څخه لري شي.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت د ونزویلا پر دولتي کمپنۍ بندیزونه لګولي او ویلي دي چې په دې هیواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره آن پر نظامي مداخلې هم فکر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل تویټر پاڼه د فرانسې ، جرمني، هالنډ ، بریټانیا، هسپانیا او سویډن په ګډون د یو شمیر نورو اروپايي هیوادونو هغه اقدام چې خوان ګوایدو یې د ونزویلا د لنډمهاله ولسمشر په توګه منلی ، ستایلی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وايي په ونزویلا د روان کرړکیچ له امله شاوخوا درې میلیونه ونزویلایان له خپل هیواد څخه نورو هیوادونو ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

که څه هم وینزویلا په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې د تیلو لویې زیرمې لريی، خو اوس د ناسمو حکومتونو له امله له ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی.

په امریکا کې د اتلانتیک شورا غړی جیسن مارزک وايي د بشري کړکیچ لرې کول په ټوله نړۍ کې یوه اساسي موضوع ده. هغه وايي نیکولاس مادورو په ټوله نړۍ کې د غیر قانونې سوداگريو مهم غړی دی او دی د مخدره توکو، سرو زرو او د وسلو په ناقانونه تجارت کې لاس لري.

خو د ونزویلا لوی متحد، روسیې د امریکا بندیزونه غندلي دي او واشنګټن یې تورن کړی چې په غیر قانوني ټول غواړي رژیم بدل کړي.

روسیه د څو کلونو په اوږدو کې د ونزویلا د ملاتړ په هدف ددې هیواد د اقتصادي د زوال د مخنوي لپاره مرستې کوي.

روسیه پر وینزیویلا د متحده ایالاتو بندیزونه غیرقانوني بللي او د پوځي اقداماتو په وړاندې یې خبرداری ورکړی.

مسکو د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې ونزویلا ته لږ تر لږه ۱۷ میلیارده ډالر پور ورکړی.

ونزویلا
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

XS
SM
MD
LG