د لاس رسي وړ اتصالات

د چټم هاوس د ۲۰۲۶ کال جایزه افغان ښځو ته ورکوي

د چټم هاوس انسټیټیوټ اعلان کړی چې د طالبانو تر سختو بندیزونو او محدودیتونو او سیستماتیک جنسیتي تبعیض په وړاندې د «زړورتیا او مقاومت» له کبله خپله د ۲۰۲۶ کال جایزه افغان ښځو ته ورکوي.

په نړیوالو چارو کې د بریتانیا سلطنتي موسسې چټم هاوس په یو بیان کې ویلي دي چې افغان ښځو د تعلیم، کار او ژوند په نورو برخو کې له محدودیتونو سره سره د خپلو حقونو او ازادیو لپاره مبارزه کړې او د هغوی مقاومت ښځو د حقونو په برخه کې یوه لویه بېلګه ده.

چټم هاوس ویلي دي چې افغان ښځو په افغانستان کې دننه د خپلو حقونو لپاره اعتراضونه کړي او درېدلي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، تر شپږم ټولګیو ورپورته د ښځو په تعلیم، کار او سیاسي مشارکت بندیزونه او نور محدودیتونه یې هم پرې ولګول.

د چټم هاوس مشرې برانون مدوکس د افغان ښځو د مقاومت د ستایلو تر څنګ ویلي دي چې افغان ښځو ته د «د دغې جایزې ورکول نړیوالې ټولنې ته دا پیغام انتقالوي، چې د افغانستان د ښخو وضعیت له پامه ونه غورځوي».

د اسیا لپاره د چټم هاوس د برخې مشرې فرزانه شیخ افغان ښځې د دغې جایزې مستحقې بللې او ویلي دي چې افغان ښځو ته د دغې جایزې ورکول د خپل د حذف کولو په وړاندې د هغوی د مبارزې څرګندوونه کوي.

هغې وویل چې د افغان ښځو مبارزه ټولو هغو خلکو ته یو ښه مثال دی چې په دې برخې کې هلې ځلې کوي.

ټاکل شوې چې دا جایزه به د کال په اخره کې د افغانستان د ښځو په استازیتوب ورکړل شي. په جایزې کې هغه ستاینلیک دی چې د بریتانیا پادشاه لاسلیک کړی دی.

دا جایزه له ۲۰۲۵ کال راهېسې ورکول کېږي او تر دې دمه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې او د خبریالانو د حفاظت کمېټې ته ورکړل شوې دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG