د فلیپین پوځ د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د پنځو پاتې سرتېرو مړي هم وموندل.
د دغو مړو په موندلو سره په دغې پېښې کې د مړو شویو سرتېرو شمېر ۵۰ ته ورسېده. په پېښه کې ۴۹ تنه نور ژوبل دي.
دا د فلیپین د پوځ په تاریخ کې یوه تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.
د فلیپین د سي ۱۳۰ الوتکه د یکشنبې په ورځ د ښکته کېدو په وخت کې له لیکې ووته، چپه شوه او اور یې واخیست.
پوځ وايي چې د ژغورنې عملیې شاوخوا ۴۹ مړي ویستلي دي.
یو شمېر سرتېرو له الوتکې څخه ځانونه غورځولي وو چې ژوندي پاتې شي، درې تنه یې مړه شوي او دوه ژونديدي.
د الوتکې له غورځېدو وروسته یو شمېر نور عام خلک هم ژوبل شوي وو.
د امریکا متحدو ایالتونو دا الوتکه فلیپین ته ورکړې وه چې د یاغیانو په ضد جګړې کې ترې کار واخلی.
د فلیپين پوځ دغلته د «ابوسیاف» سخت دریځې ډلې سره په جکړه بوخته ده. پوځ وايي چې دا سرتېري هم د سخت دریځو سره جکړې لپاره د فلیپین د سولو ایالت ته انتقالېدل.
لا د الوتکې د غورځېدو دقیق علت معلوم نه دی او چارواکي وايي چې پلټنې روانې دي.