د افغانستان په مرکز د کابل په ښار کې نن دوشنبه جنوري ۱۹مه یوه چاودنه شوې ده. په کابل کې د ایمرجینسي روغتون وايي چې تر دې دمه ورته ۲۰کسان وروستل شوي چې اوه تنه یې وژلي دي.
دغه روغتون په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «روغتون ته نژدې په نوي ښار کې له چاودنې وروسته ۲۰ کسان د ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي. د انتقال شویو کسانو له ډلې څخه یې اوه تنه مړه شوي.»
په اعلامیې کې ویل شوي دي په زخمیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي او زخمیان په بدنونو کې ټپونه او داغونه لري.
چاودنه په څلورمې حوزې کې د نوي ښار د ګلفروشۍ په سیمه کې په یو رستورانت کې شوې ده.
په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې د چاودنې په اړه پلټنه کوي.
هغه لیکلي دي: «نن شاوخوا درې بجې کابل ښار د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د چينايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رستورانت Chinese Noodle کې چاودنه شوې، رستورانت د يو چينايي مسلمان عبدالمجید او د ده د ميرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کيده، عبدالمجید د چين د شينګ يانګ ايالت…اوسېدونکی مسلمان وو، دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تياريدل او پلورل کيدل. په ننۍ چاودنه کې یو تن چينايي تبع ایوب چې مسلمان و او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي، چاودنه له آشپزخانې سره نږدې شوې ده، د چاودنې نوعیت لا معلوم نه ده، تحقيقات روان دي.»
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي دي چې په چاودنې کې درې کسان وژل شوي دي. د کابل د نوي ښار سیمه یوه مشهوره سیمه ده چې تل په کې ګڼه ګوڼه او بهرني ګرځندویان هم ورته ډېر ورځي.
په ټولنیزو رسنیو کې له چاودنې وروسته د چاودنې د ځای ځینې ویدیوګانې خپرې شوي چې لوګي او د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ښودل کېږي.
تر دې دمه د دغې چاودنې مسئولیت چا په خپله غاړه نه دی اخیستی.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په حکومت کې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې چاودنې کېږي، تر دې مخکې هم دا ډول چاودنې شوې دي چې د اکثریت مسئولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه اخیستی. په هغو چاودونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه