د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي


د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کيده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (يوناما) ویلي چې تیره ورځ یې په کابل کې د دوو نورو ښځینه فعالانو د نیول کېدو د راپورونو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو له وزارت څخه معلومات غوښتي دي.

یوناما ویلي چې ملګري ملتونه یو ځل بیا د ټولو «بې درکه» شوو ښځینه فعالانو او د هغوی د دوستانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري نن جمعه فبرورۍ څلورمه( سلواغې ۱۵) د یوناما اندېښنې ته په کتوپر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "دا غیر عادلانه توقیفونه باید ودرول شي. که طالبان له افغان ولس او نړۍ څخه مشروعیت غواړي، نو دوی باید د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي. په ځانګړې توګه د ښځو لپاره او د بیان د ازادۍ لپاره."

نوموړې زیاته کړې چې طالبان باید دغه ښځینه فعالانې او خپلوان باید ژر تر ژره خوشي کړي.

پر همدې مهال د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د افغان ښځینه فعالانو لادرکه کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې طالبان باید د افغان ښځینه فعالانو په وړاندې د «خپلو غیر قانوني» سرتیرو کارول پای ته ورسوي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په کابل کې د تازه لادرکه شوو ښځینه فعالانو د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې د وو تنو نورو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

بلخوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې د عبدالقیوم زاهد صمدزي په نوم یو افغان خبریال د تیرې سې شنبې په ورځ د طالبانو اړوند کسانو لخوا وهل شوی او تر څو ساعتونو بند وروسته یې بیرته په خوشي کړی دی.

د خبریالانو د ساتنې کمیټې د پنجشنبې په ورځ فبروري دریمه (سلواغې ۱۴) وویل طالبان باید ډیر ژر د افغان خبریال عبدالقیوم زاهد صمدزي د نیولو او هغه سره د ناوړه چلند په اړه څیړنې او له مسولو کسانو سره حساب کتاب وکړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG