د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې غلو بله قیمتي مغازه په رڼا ورځ لوټ کړه


د فرانسې پولیس وايي، د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه) سهار وختي غلو د لیل په ښار کې د "هغمس" د زیوراتو له مغازې سره موټر جنګولی او ورڅخه یې زیورات او نور قیمتي توکي غلا کړي دي.

دا په روان کال کې د فرانسې په شمال ختیځ کې د بلجیم پولې ته څېرمه په دغه ښار کې درېم ځل دی چې غله په رڼا ورځ قیمتي مغازې لوټي.

تېره اونۍ د هغمس په سل مترۍ کې د "لویس ووټان" قیمتي مغازه لوټ شوې وه.

پولیس وايي غلو د پنجشنبې په ورځ د هغمس له مغازې څخه یو شمېر زیورات، لباسونه او دستکولونه وړي خو ځینې غلا شوي توکې ورڅخه د پېښې په ځای کې پاتې شوي دي.

امنیتي مقاماتو همدارنګه ویلي چې له غلو څخه دوه موټر د پېښې په ځای کې پاتې دي چې یو یې د دوکان له ودانۍ سره جنګول شوی دی.

چارواکي وايي، دوی د هغه دریم موټر په لټه کې دي چې غله پکې تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG