د امریکا په لاس انجلس ښار کې د غلو یوې ډلې، د نغدو پیسو د یوې زېرمې د چت په سوري کولو سره چې د خبرداري په پرمختللي سیستم سمبال و، ۳۰ میلیونه ډالر غلا کړي دي.
د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (ایف بي ای) او د لاس انجلس پولیسو په ګډه د دې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.
د لاس انجلس د پولیسو د ریاست څخه ډیویډ کولیر وویل، دغه پيښه چې د یکشنبې په ورځ د "سلمار" په سیمه کې رامنځته شوې، ددغه ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ځینو باخبره سرچینو په حواله خبر ورکړی چې غلو، لومړی د نغدو پیسو ددغه زیرمتون چت مات کړ او بیا یې د پیسو ساتلو له صندوقونو (سیفونو) څخه په داسې مهارت سره پیسې ایستلي چې د ماتېدو هیڅ نښې نښانې په کې نه لیدل کېدې.
دغه ورځپاڼې همداراز لیکلي، داسې بريښې چې دا د ماهرو غلو کار وي، ځکه د پيښې څخه یوه ورځ یعني د دوشنبې په ورځ مسوولینو ته معلومه شوه چې له یاد زیرمتون څخه پیسې په ډیر ماهرانه توګه ایستل شوې دي.
د دغه مرکز یو کارکوونکي د خپل نوم له ښودلو پرته د اې بي سي ټلویزیوني شبکې ته وویل چې "دا ډېره د حیرانتیا خبره ده او هیچا فکر نه کاوه چې داسې څه به وشي".
تر اوسه معلومه نه ده چې دا د یو کس کار و او که څو کسانو په کې لاس درلود.
پداسې حال کې چې دا غلا د هالیوډ فلمونو لکه "اوشن یوولس" ته ورته د غلا پيښه ده، خو اوس په یاده سیمه کې د پیچلو او واقعي غلاوو د لړۍ یو بله پیچلې پیښه ګنل کیږي.
دوه کاله وړاندې هم غلو د لاس انجلس د لویې لارې په اوږدو کې له یوه موټر څخه د سل میلیونه ډالرو په ارزښت ګاڼې غلا کړې وې. دا موټر د قیمتي ډبرو او ګاڼو یوه نندارتون ته روان و.
د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په وینا، په دغه ښار کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا په ۱۹۹۷ کال کې شوې وه، چیرې چې غلو د نغدو پیسو د لیږد له یو زغره وال ګاډي څخه ۱۸.۹میلیونه ډالره غلا کړل.
فورم \ دبحث خونه