د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو ۱۳مه پېښه په اروزګان کې ثبت شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د اروزګان ولایت په شهید احساس والسوالۍ کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافت امر ډاکټر عبدالشکور نصرت امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، ګوزڼ وهلې ماشوم ۱۱ میاشتې عمر لري چې کورنۍ یې د شهید احساس ولسوالۍ په دوران سیمه کې اوسیږي.

ښاغلی نصرت زیاتوي ، چې د دغه ماشومکورنۍ له پولیو واکسین سره مخالفت درلو.

هغه وویل"د ماشوم کورنۍ د واکسین سره مخالفت در لود چې نه يې په ورځني او نه يې هم په کمپاینونو کې ورته واکسین تطبیق کړی، د پولیو د دې نوې پېښيپه غبرګون کې له کابل او کندهار څخه روغتیايي ټيمونه سیمې ته لیږل کيږي، چې هلته د پوليو د وقایه وي پروګرام د عملي کول په برخه کې کار وکړي".

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسیف د پوليو پروګرام ویاند سید کمال شاه وايي، د ګوزڼ ناروغۍ د نویو پيښو په رامنځته کیدو سره باید کورنۍ د خپلو ماشومانو روغتیا ډیره پاملرنه وکړي.

ده وویل"اوسني وضیعت ته په کتوسره چې هم مثبتي پېښي شته او هم په چاپیریال کې ویروس موجود دی، دا د ډيرو ماشومانو روغتیا ته ستر ګواښ دی، پداسې حال کې چې ویروس د خپریدو په حال کې دی نو په راتلونکو کمپاينونو کې باید تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد څاڅکي ورسول شي".

د روان ۲۰۱۸ عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۱۳ مثبتې پيښې ثبت شوي، چې شپږ په کندهار، درې په کونړ، دوه په ننګرهار، یوه په هلمند او وروستی پيښه هم په اروزګان ولایت ثبت شوې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG