د لاس رسي وړ اتصالات

سنیګال کې د بسونو په ټکر کې ۳۹ تنه وژل شوي


دواړه بسونه مخامخ سره جنګیدلي دي.
دواړه بسونه مخامخ سره جنګیدلي دي.

د سنیګال جمهور رئیس ماکي سال وایي د دې هیواد په مرکزي برخې کې د دوو مسافر وړونکو بسونو په ټکر کې لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او څه باندې سل نور ژوبل شویدي.

ښاغلي سال یکشنبه جنوري ۸ (مرغومي۱۸) خبریالانو ته وویل چې پیښه د کافرین په سیمه کې د شپې شوې.

جمهور رئیس سال چې د پیښې ځای ته ورغلی و وویل چې په پیښه کې د وژل شویو او ژوبلو شویو کسانو د کورنیو غړیو سره ځان پدې غم کې شریک بولي.

د سنیګال مشر همدارنګه په روغتون کې د ځینو ژوبلو شویو کسانو پوښتنې ته ورغلی و.

هغه زیاته کړه، "په ټکر کې مو ډیر ځوانان د لاسه ورکړل او سبا به صدراعظم د وزیرانو د شورا غونډه جوړه کړي او د لازمو اقدماتو په هکله به د اړوندو ادارو سره خبرې وکړي".

د سنیګال حکومت په ټول هیواد کې د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی چې لومړۍ ورځ به یې دوشنبه جنوري ۹مه وي او په ټول هیواد کې به ملي بیرغونه نیم ځوړند وي.

په عین حال کې د کافرین د سیمې ښاروال ویلي چې پیښه د شپې د ۲ او ۳ بجو تر منځ شوې او علت یې د یو بس موټر د ټایر چاودیدل ښودلي دي.

پولیسو هم ویلي چې په ټکر کې دواړه بسونه مخامخ سره جنګیدلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت خپل سنیګالي سیال ته د پیښې په هکله خواخوږي څرګنده کړې.

په سنیګال کې د موټرو ټکر چې ډیر خلک پکې وژل کیږي، عام دي. تیر کال د اکټوبر په میاشت کې هم ۱۶ تنه وروسته تر هغه ووژل شول چې یو یخچالي لارۍ موټر د دې هیواد په لویدیځ کې سرنګون شو.

XS
SM
MD
LG