د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې ۳۰ سلنه ماشومان له پولیو واکسین پاتې کیږي


د لغمان په ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې د حکومت مخالفو وسله والو د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دي، چې په دغه ولایت کې ۳۰ سلنه ماشومان له ګوزڼ ضد واکسین بې برخې پاتې کیږي.

د لغمان ولایت روغتیا پال وايي، چې په دې ولایت کې۷۰ سلنه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ور رسولي او هڅې یېګړندی کړي چې د پاتې کیدونکو ماشومانو کچه راټیټه کړي.

د لغمان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبد المعروف جلیلي امریکا غږ ته وویل،د حکومت مخالفو وسله والو په یو شمېر سیمو کې پر واکسین بندیز لګولی، چې په له همدې امله ۳۰ سلنه ماشومان د دې ولایت په بیلا بیلو سیمو کې له پولیو واکسین بې برخې پاتې کیږي.

نوموړي زیاته کړه:" له واکسین سره د طالبانو مخالفت اوس هم روان دی. دوی له نړیوال روغتیايي سازمان سره دې تفاهم ته رسیدلي وو چې کور په کور به واکسین نه کیږي، مګر کلینیکونو کې به اجازه ورکوي. نو اوس کلینیکونو کې واکسین کوو، خو ۳۰ سلنه ماشومان لا پاتې کیږي."

هغه زیاتوي، د قومي جرګو له لارې یې هڅې پیل کړي، چې دغه ستونزه هواره شي خو تر اوسه لا نه ده حل شوې.

ډاکټر جلیلي زیاتوي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په لغمان کې د پولیو کومه پیښه ثبت شوې نه ده.

ولسي خلک هم پر طالبانو غږ کوي، چې تر واک لاندې سیمو کې باید د پولیو واکسین ته اجازه ورکړي، ځکه که یوماشوم پرې اخته شي نو بیا به اوبه له ورخه تیرې وي او ګڼ ماشومان به د تل لپاره معلول شي.

د لغمان ولایت اوسیدونکي سیف الرحمان امریکا غږ ته وویل:" طالبان دې کمپاینونو ته اجازه ورکړي، ځکه که ماشوم فلج شي بیا به پرې څه وکړو، طالب ته خو نه په غاړه کیږي بیا به مور او پلار ته ور په غاړه وي. نو که هر څوک دي باید واکسین ته اجازه ورکړل شي."

لغمان کې د واکسین په هر کمپاین کې د هدف وړ ماشومان ۲۱۰ رزه دي، چې ۳۰ سلنه یې له وکسین پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG