د لاس رسي وړ اتصالات

له پولیو واکسین پرته د ګوزڼ ناروغۍ مخنېوی ناشونی دی


په فراه کې طبي ډاګتران وايي په نړۍ کې د ماشومانو ګوزڼ یا فلج ناروغي هېڅ ډول درملنه نلرې، خو زیاتوې چې پولیو واکسین په ډاډه توګه د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ مخنېوی کولای شي.

ډاکټر ولي احمد اتل وايي، په ګوزڼ د اخته ماشوم درملنه د ټول عمر لپاره ناشونې ده، خو د پولیو واکسین دوه څاڅکي د دغې ناروغۍ وقایع کولای شي.

ډاګټر اتل زیاتوي پولیو واکسین هیڅ ډول جانبي عوارض نلري، او اړینه ده چې د ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ مخنېوې په پار تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته ورکړل شي.

هغه وايي: "د ماشومانو ګوزڼ درملنه نلرې، د مخنيوې یواخنې درمل یي پولیو واکسین دی. زه له ټولو څخه غوښتنه کوم چې خپل ماشومانو ته هر ځل کمپاین د پولیو واکسین څاڅکې ورکړي، که څه هم هغه ماشوم د یوې ورځي اوسې."

د فراه د عامې روغتیا رییس ډاګټر عبدالجبار شایق د ورته سپارښتني په لرلو سره وايي، ګوزڼ ناروغې له یوې خوا درملنه نلري، او بل خوا ګوزڼ په ډېره خطرناکه کچه سارې ناروغي هم ده.

هغه وايي: "ګوزڼ سارې، خطرناکه او ناعلاجه ناروغې ده. خو که هر ځل تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورکړل شي، هغه ماشومان هېڅ وخت په ګوزن نه اخته کیږي."

په همدې حال کې د فراه یو مدني فعال عبدالرحمن ژوندی وایي، د افغانانو لپاره د ننګ او عار خبره ده چې د واکسین په تطبیق کې د ناغیړي له امله لا تر اوسه هم زموږ ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي. نوموړي زیاتوي، مخکې له دې چې تر پنځو کلونو ښکته ماشومان په ګوزڼ اخته شي، اړینه ده چې د پولیو واکسین په واسطه وقایع شي.

هغه زیاته کړه: "اوس خو نړۍ د اړیکو نړۍ ده، خلک هره شېبه د رسنیو له لارې د پولیو واکسین په ګټو خبریږي، او بیا اوس خو ښځېنه او ناروینه دواړه د واکسین کولو لپاره د کورنو مخې ته ورځي، آن خپله ښځي هم کولای شي چې ماشومان د واکسین کولو لپاره واکسین کوونکو ته یوسي."

د ټولو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو بیا د اسلامي شریعت له اړخه پولیو واکسین حلال بللی، او ټولو مسلمانانو ته یي سپارښتنه داده، چې د ډاګټرانو له لارښونې سره سم خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG