د لاس رسي وړ اتصالات

د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان په صادراتو کې ۳۳ فیصده زیاتوالی


د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۵زره او ۳۰۰ ټڼه سوداګریز توکي صادر کړي دي.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا امریکا غږ ته وویل، چې په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان صادرات د اوړم کال په پرتله ۳۳ فیصده زیات شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په ۲۰۱۹ میلادي کال کې، په ۸۵۵ پروازونو کې شاوخوا ۵۳۰۰ ټُنه سوداګریز توکي هند، چین، سعودي، متحده عربي امارات، آلمان، برتانیه، ایټالیا، آذربایجان، فرانسه، بلجیم، قطر، عُمان، کویت، ترکیې، رومانیا، سویډن، سویس او هالند ته صادر شوي دي".

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو په اساس، د آذربایجان، کویت، عمُان او قطر مارکیټونه په ۲۰۱۹ کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شول.

د ښاغلي رسا پر وینا ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې افغانستان له اندونیزیا سره هم هوايي دهلیز پرانیزي.

د صنعت او سوداګرۍ وزات وايي، د افغان سوداګرو د غوښتنې پر اساس دوی چمتو دي، چې له نورو هیوادونو سره هم هوايي دهلیزونه پرانیزي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې له هند سره هوايي دهلیز پرانیست او له هغې وروسته یې دا لړۍ یو شمیر عربي او اروپايي هیوادونو ته هم وغځوله.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې له ۲۰۱۷ کال څخه تر اوسه افغانستان، څه باندې ۱۱زره ټُنه سوداګریز توکي، چې په کې وچې او تازه میوې، طبي بوټي، لاسي صنایع، غالۍ، اینجه، زعفران او څرمن شامل دي، په شاوخوا ۱۱۰۰ پروازونو کې بهر ته صادر کړي دي.

د دغو سوداګریزو توکو مجموعي ارزښت څه باندې ۲۳۸ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد ډالره صادرات درلودل، چې دا شمېره په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.

XS
SM
MD
LG