سنټکام تائید کړ چې د امریکا یوه بله جنګي بېړۍ هم منځني ختیځ ته رسېدلې

د تیودور روزوېلټ بېړۍ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» عملیاتي سیمې ته رسېدلې ده.
د تیودور روزوېلټ بېړۍ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» عملیاتي سیمې ته رسېدلې ده.

د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) تائید کړ، چې په بحرین او د هرمز په تنګي کې په بېړیو باندې د بریدونو په ترڅ کې، د متحدو ایالتونو یوه بله اضافي جنګي بېړۍ هم منځني ختیځ ته رسېدلې ده.

سنټکام په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي:«یو اس اس تیوډور روزویلټ (CVN 71) بېړۍ د نومبر په ۱۵مه د هند له سمندر څخه د تېرېدو په حال کې ده.»

سنټکام همدغه راز لیکلي دي: «د الوتکې وړونکې بیړۍ د انتقال د مهالوېش په اساس، اوس د سنټکام د مسولیت په ساحې کې عملیات کوي.»

امریکا رسنیو راپور ورکړی و چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو او پر ایران د امریکا د پوځي بریدونو د احتمالي بیا پیلېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هممهاله، د امریکا درېیمه جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده.

د اې‌بي‌سي خبري شبکې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د تیودور روزوېلټ بېړۍ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» عملیاتي سیمې ته رسېدلې ده.

تر دې وړاندې د امریکا دوه نورې جنګي بېړۍ، جورج اېچ‌ډبلیو بوش او جورج واشنګټن، په سیمه کې ځای پر ځای شوې وې.

د اې‌بي‌سي د راپور له مخې، دا درې بېړۍ د امریکا د هغو څه باندې شلو جنګي بېړیو برخه دي چې د ایران د بندرونو په سمندري محاصره کې برخه لري. سي‌بي‌اېس خبري شبکې هم د یوه امریکايي پوځي چارواکي له قوله په منځني ختیځ کې د امریکا د دریو بېړیو هممهاله حضور تایید کړی دی.

د دې شبکې د راپور له مخې، تمه کېږي چې په سیمه کې د دغو دریو بېړیو حضور موقتي وي ځکه بېړۍ په دوره يي توګه ماموریت ته ګمارل کېږي. د امریکا درېیمه جنګي بېړۍ داسې مهال سیمې ته رسېږي چې د ایران سپاه پاسداران د جمعې او یکشنبې په ورځو ادعا وکړه چې په بحرین کې یې د امریکا د رادار سیسټم په د بې‌پیلوټه الوتکو ویشتی دی.

د متحدو ایالتونو پوځ ویلي چې د جمعې د ورځې په برید کې یې دوه بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړې او برید هېڅ زیان یا مرګ‌ژوبله نه ده اړولې.

د بحرین پوځ هم د یکشنبې په ورځ له ایران څخه د توغول شویو توغندیو د شنډولو او له منځه وړلو خبر ورکړ.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي که ایران او د تهران له ملاتړ نه برخمن حوثیان له نویو پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي نو ښايي د ایران پر وړاندې تازه بریدونه ونه شي.

​
XS
SM
MD
LG