د لاس رسي وړ اتصالات

د سږکال د پوليو دوهمه پېښه هلمند کي ثبت شوې


د هلمند ولایت د نهرسراج په ولسوالۍ کې د پولیو ثبت شوې پیښه د روان عیسوي کال دوهمه پیښه ده جې تراوسه ثبت شوې ده.
د هلمند ولایت د نهرسراج په ولسوالۍ کې د پولیو ثبت شوې پیښه د روان عیسوي کال دوهمه پیښه ده جې تراوسه ثبت شوې ده.

په هلمند کې د واکسین د پروګرامونو مسئول ډاکتر عبدالاحد حازم وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پېښه د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې چې د پیښې په اړه دپلټنو د بشپړیدو وروسته نن د پنجشنبې په ورځ یې پایلې اعلان شوې.

ډاکټر حازم وایي ګوزڼ وهلی ماشوم د څه کم پنځو کالو دی.

په هلمند کې د واکسین د پرورګرامونو مسئول وویل چې پلټنې ښیي چې په نهرسراج ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو وهلي ماشوم د ویرویس اړیکې د پاکستان د بلوچستان د ایالت کویټې سره نږدې د کلا عبدالله سیمې د پولیو د ویرویس سره سمون لري.

ښاغلی حازم زیاته کړه چې د پوليو د پېښې سیمه یوه نا امنه سیمه ده خو روغتیايي ټیمونه دغې غرنی سیمې ته تللي چې دا معلومه کړي چې د ماشوم کورنۍ له واکسین سره مخالفت لره او که د دوامداره نا امنیو له کبله سیمې ته د واکسین ټیمونه ندی رسول شوي.

د ګوزڼ وهلي ماشوم کورنۍ د نهرسراج ولسوالۍ له مرکز څخه لرې په یوه کلیوالي سیمه کې اوسیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د واکسین د برخي مسئول سید کمال شاه امریکاغږاشنا راډیو سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې دا د پوليو مثبته پېښه ده .

هغه وویل چې په سیمه کې محیطي طبي پلټنې پيل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چي طبي ټیمونه څیړنې کوي چې معلومه کړي ماشوم د کلا عبدالله سیمي ته تللی او که ویرویس له بلې لارې څخه دغې سیمې ته انتقال شوی.

سید کمال شاه زیاته کړه چې دا د پوليو پرضد مبارزه کې د اندېښنې وړ حالت دی او د پوليو پر ضد ګډ ټیمونه هڅه کوي چې په سیمه کې نوي موثر وقايوي پروګرامونه پيل کړي.

په هلمند کې د ګوزڼ له دغې نوي پېښي سره په افغانستان کې د پوليو د سږکال د پېښو شمېر دوو ته ورسید.

تر دې پیښې درې اونۍ مخکې بله پېښه د کندهار ښار په لویه ویاله سیمه کې ثبت شوې وه.

تیرکال په افغانستان کې د پولیو ۱۳ مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG