د لاس رسي وړ اتصالات

تام ویسټ هندي چارواکو سره د افغانستان د راتلوونکې لارې په اړه خبرې کړي


د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ سیمې ته د خپل تازه سفر په لړ کې د هند پایتخت نوي ډهلي ته د رسیدو او د هندي چارواکو سره په افغانستان کې د راتلونکې لارې په تړاو د خبرو خبر ورکړی دی.

توماس ویست د جمعې د ورځې ناوخته مارچ ۲۲ (حمل درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د هندي چارواکو سره په خپلو خبرو خوښي ښودلې ده.

ښاغلي ویسټ لیکلي: " هند ته په بیا راتګ او له نږدې همکارانو سره په افغانستان کې د راتلونکې لارې په هکله په خبرو ډیر خوښ یم. د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کواتره او مرستیال جې پي سنګ سره مې ارزښتناکه وخت درلود".

توماس ویسټ ویلي چې هند افغانانو ته د مُهمو بشري مرستو او درملو لیږلو ته دوام ورکوي: "او موږ د ۲۰۲۴ په اړه وغږیدو. همدارنګه، د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د یوموټي دیپلوماتیک چلند د پرمختیا په اړه هم خبرې وشوې".

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی په داسې حال نوي ډهلي ته تللی چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې مشر جې پي سنګ د مارچ د روانې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دغه حکومت د ځینو چارواکو، پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او یو شمیر افغان سوداګرو سره کتلي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت کابل ته ددغه هندي دپلومات د سفر په اړه ویلي و چې، جې پي سنګ په افغانستان کې د سرتاسري امن، ثبات، له مخدره توکو، داعش او فساد سره د طالبانو د حکومت د مبارزي ستاینه کړې او ویلي دي چې هند لیواله دی په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

ټاکل شوې چې توماس ویسټ به د هند څخه د سفر وروسته متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي او هلته به د دغه هیواد د چارواکو او په دوبۍ کې د میشتو یو شمیر افغانانو سره هم د افغانستان په تړاو خبرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG