د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کندهار ځانمرګی برید چې مسوولیت یې داعش اخیستی غندلی دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو دوو لوړ پوړو دپلوماتانو د کندهار په ولایت کې د پنجشنبې د ورځې ځانمرګی برید چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (حمل درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د امریکا متحده ایالتونه په کندهار او کابل کې تروریستي بریدونه چې له امله یې بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلې غندي.

ښاغلي ویست لیکلي: " متحده ایالتونه په کندهار او کابل کې ننني بې رحمه ترهګریز بریدونه غندي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې یې بې ګناه وګړي ووژل. موږ د قربانیانو د کورنیو په فکر کې یو او دُعاوې ورته کوو".

همداشان په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرین ډیکر هم تیره ورځ مارچ ۲۱ ( حمل دوییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا برید بزدلانه بللی او په سختو ټوکو یې غندلی دی.

میرمن ډیکر ویلي: " موږ ټولې ترهګریزې کړنې، هغه که د کابل په دشت برچي سیمه او یا هم په کندهار کې د نوي کابل بانک مخې ته ترسره کیږې د یوه بزدلانه عمل په توګه غندو. زما خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره ده. افغانان باید د روژې میاشت په سوله ییزه توګه او له وېرې پرته ولمانځي."

کندهار کې پنجشنبې د ورځې په سهار مارچ ۲۱ (وري ۲) د کابل بانک ودانې سره نږدې یو ځانمرګي بریدګر د خلکو په یو کتار کې چې د دغه بانک څخه یې خپل معاشونه اخیستل ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا پر اساس لږ تر لږه په کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ددې پیښې د مرګ ژوبلې دقیق شمیر نه دی ښودلې یوازې دومره یې ویلي چې یو شمیر کسانو ته په برید کې مرګ ژوبله رسیدلې ده.

خو سیمه ییزو رسنیو د میرویس روغتون د ډاکټرانو له قوله په دې برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمیر زیات ښودلی دی.

همداشان افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په خپل پیغام کې د کندهار سربیره په کابل کې هم د پنجشنبې په ورځ د چاودنې یادونه کړې ، خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د پنجشنبې په ماښام شاوخوا اوه بجې او لس دقیقې د کابل د پروان مینې په سیمه کې د یوې چاودنې غږ واوریدل شو، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ددې چاودنې په تړاو تراوسه رسنیو ته هیڅ څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت ځینو وسله والو مخالفو ډلو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د ځواکونو پر خلاف د بریدونه ادعاوې کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د مارچ په شپږم د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د تېر ۲۰۲۳ کال نومبر د میاشتې له لومړۍ نېټې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې تر لسمې پورې، د تېر کال همدې مودې پرتله په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې ۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو ددغه راپور له مخې تېرکال په دې موده کې تر یو زر او ۹۰ پورې امنیتي پیښې ثبت شوې وې خو سږکال په دغه موده کې ددغو پیښو شمیریو زر او ۵۰۸ ته لوړ شوی دی چې تر ډېره په مرکزي او شمال ختیځو سیمو کې پیښې شوې دي.‌

په دې راپور کې ویل شوي چې په امنیتي پیښو کې زیاتوالی د نشه‌ يي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال نښتو کې ثبت شوی او ددې سربیره د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستیو درو میاشتو کې د طالبانو له مخالفو ډلو سره هم ۶۰ نښتې شوې چې د تېرکال د همدې مودې پرتله په کې کموالی راغلی دی.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی او دا راپور یې مغرضانه بللی وو.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دا ډول راپورونو خپرول د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره د مشخصو استخباراتي کړیو هڅه ګڼلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG