د لاس رسي وړ اتصالات

په هانگ کانگ کې د مظاهرو نوې څپه


په هانگ کانگ کې زرګونه کسان د یکشنبې په ورځ جولای ٧ (چنگاښ ١٦) یو ځل بیا لارو کوڅو ته راووتل او چین ته د مجرمینو د ورکړې د قانون په ضد یې مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو د ریل گاډي هغه تم ځای چې هانگ کانگ او چین سره نښلوي په کنترول کې واخیست.

هغوی د چیني سیلانیانو سره چې د هانگ کانگ لیدو ته تللي د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه چې ددغه قانون په هکله له هغوی سره خبرې وکړي، ځکه د هغو اعتراضونو موضوع چې په هانگ کانگ کې شوي، په چینایي رسنیو کې ډیر کم منعکس شوي دي.

د هانگ کانگ مظاهره کوونکي وایي چې چین ته د مجرمینو ورسپارل د هانگ کانگ ناپیلتوب تر پوښتنې لاندې راوړي.

د بریتانیا او چین ترمنځ د تریاکو له جگړې وروسته په ١٨۴٣ کال کې هانگ کانگ د بریتانیا مستعمره شو او دغه مستعمره د ١٩٩٧ کال د جولای په میاشت کې د بریتانیا له خوا د یو لړ خاصو شرایطو په پام کې نیولو سره بیرته چین ته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG