د لاس رسي وړ اتصالات

په برما کې په یوې دوه کلنۍ نجلۍ جنسي تیري مظاهرې پارولي


په زرگونو کسان د شنبې په ورځ چنگاښ ١٥ (جولای ٦) د برما د مرکزي پلټنو ادارې مخ ته راټول شوي وو او غوښتل یې چې پر یوې دوه کلنې نجلۍ د جنسي تیري عاملینو ته سزا ورکړل شي.

پر دغه ماشومې جنسي تیری د می په ١٦ شوی و او ددې ماشومې مور د برما محلي رسنیو ته ویلي چې پر لور یې په وړوکتون کې جنسي تیری شوی دی.

ددغې مور له ادعا څخه یوه ورځ وروسته یو ٢٩ کلن سړی چې آنگ کیاو میو، نومیږي پدغه پیښه کې د لاس لرلو په تور ونیول شو، خو محکمې د پوره اسنادو د نه شتون په وجه چې دغه جرم ثابت کړي، تورن شخص خوشې کړ.

د برما د پولیسو مقاماتو ویلي چې آنگ کیاو میو بیا "ددغه جنایت د کولو" په گمان نیول شوی دی.

د بشري حقونو فعالین د برما له حکومت نه چې د ماشومانو د حقونو د ساتنې کنوانسیون یې لاس لیک کړی، غواړي چې ددې قضیې د پلټلو لپاره ځانگړې کمیټه جوړه کړي.

مظاهره کوونکو نن داسې بیرغونه لیږدول چې پرې لیکل شوي وو "ویکتوریا ته عدالت". کتوریا هغه نوم دی چې د برما خلکو دغې ماشومې ته ورکړی دی.

د برما د حکومت یو ویاند په فیسبوک کې په یو لنډ پیغام کې لیکلي دي چې ددې هیواد جمهور رئیس ددغه جنایت قرباني ماشومې ته د عدالت غوښتونکی دی، خو د هغه په وینا پلټنې یو څه وخت نیسي.

XS
SM
MD
LG