د لاس رسي وړ اتصالات

د انعکاس راډیو او تلویزیون کارکوونکي وايي اوس هم ګواښل کېږي


د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د انعکاس راډیو او تلویزیون که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته تړل شوې، خو ددې رسنۍ مسولین وايي، پخواني همکاران یې اوس هم په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ دي.

د انعکاس راډیو او تلویزیون د خپرونو رئیس شکرالله پاڅون وايي پخواني همکاران یې د طالبانو له لوري ځورول کیږي او په دولتي اداراتو کې ورته اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه: "له ۱۰۰ زیات کارمندان یې لرل چې په دې کې له نشراتي برخې سربېره، تخنیکي او اداري کارمندان هم شامل وو او دا ټول بې دندو شول چې له سختو ستونزو سره مخ دي."

د مۍ درېیمه چې د مطبوعاتو د ازادۍ له ورځې سره برابره ده، سږ په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د رسنیو د ملاتړ ټولنو د معلوماتو په اساس، له نیمايي زیاتې افغانې رسنۍ تړل شوي، په زرګونو کارکوونکي یې بې روزګاره شوي او ډیر شمېر یې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د انعکاس رئیس شکرالله پاڅون وايي: "د طالبانو له راتګ یوه میاشت وړاندې کله چې په ننګرهار کې د وسله والو ډلو له خوا په انعکاس راډیو تلویزیون سخت فشار راغی، تلویزیون په موقت ډول خپل فعالیت ودرولو او موږ تصمیم لرلو چې کابل کې خپل نشرات پیل کړو. "

پاڅون وايي، ښار ته د طالبانو په ننوتلو د نوموړي پر کور چاپه ووهل شوه خو وايي ترې وتښتېد.

هغه وویل: "زه او زما ټول همکاران په سختو شرایطو کې په افغانستان کې پاتې وو چې هره لحظه مو د مرګ او ویرې لحظه وه. بیا نو په هېڅ صورت د دې شرایط اماده نه شول چې په افغانستان کې دې رسنۍ بیرته فعاله کړی وای. ځکه چې د انعکاس له نوم سره دوی دومره حساسیت لرلو نو د نشراتو اجازه به یې څنګه ورکړې وه؟"

شکرالله پاڅون اوس له خپلې کورنۍ سره یو ځای په جرمني کې مېشت دی. دی وایي، په افغانستان کې د خپلې دندې او ترسره کړي رسالت له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ و.

خو پوښتنه دا ده چې دغه رسنۍ ولې له ګواښونو سره مخ وې او د تړلو اصلي لامل یې څه و؟ پاڅون وايي: "د امنیتي مسوولینو په وینا چې یوازې په ننګرهار کې ۲۲ افراطي ډلې فعالې وي نو په داسې یوه سیمه کې فعالیت کول او په داسې یوه سیمه کې د داسې یوې رسنۍ چې خلکو ته ملي فکر ورکړي، یوه شدیده اړتیا وه. همدا لامل و چې بدبختانه انعکاس راډیو تلویزیون له پیله تر بندیدو پورې له ډېرو سختو پېښو سره مخ شو."

د شکر الله پاڅون په خبره، تر ټولو سختې پېښې یې پر همکارانو مرګوني بریدونه وو. هغه وايي: "انعکاس ټلویزیون چې یوه سخته ضربه ولیدله هغه د دغه تلویزیون د ویاندې ملالې میوند د وژل کېدو له امله وه، له دې پېښې وروسته د دغه تلویزیون د درې نورو ښځېنه همکارانو وژل کېدل وو او همدا د دې رسنۍ لویې غمیزې وې. دا ټول تهدیدونه د دې لامل شوه چې موږ د دغه رسنۍ دروازې وتړو."

پاڅون وايي طالبان لکه د تیر په څېر یوه جنګي ډله ده چې په مطبوعاتي ازادۍ او د خبرو له لارې د ستونزو په حلولو باور نه لري. هغه زیاتوي: "متاسفانه زموږ جنګ او تقابل له هغه چا سره وه چې هغوی سره د خبرو ژبه نه وه او هغوی سره د ټوپک ژبه وه."

پاڅون وايي، په افغانستان کې اوس د رسنیو فعالیت "په نشت حساب دی او یوازې هغه څه خپریږي چې د دوی [طالبانو] خوښېږي."

خو طالبان وايي د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بیان آزادۍ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG