د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو مرکز: افغانستان کې د خبریالانو نیول زیات شوي


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي او د هغوی توقیفول زیات شوي او لږترلږه ۷۰ خبریالان نیول شوې دي.

دغه مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي چې په تېر یوه کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او نیولو ۲۱۳ پیښې ثبت کړي چې دا د دوه کاله مخکې په پرتله ۶۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په دغه کال کې د صدای افغان خبري اژانس خبریال حسین نادري وژل شوی، ۲۱ خبریالان ټپیان شوي، په شپږو خبریالانو بریدونه شوي او ۱۱۵ خبریالان ګواښل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور وايي چې د نیول شويو خبریالانو له جملې څخه افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر لا هم په بند کې دي.

افغان فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې له څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، په اړه یې هیڅ معلومات نه دي شریک شوي، خو د هغه میرمن الکساندرا موسټوایا تازه امریکا غږ ته ویلي چې څلور میاشتې وروسته یې وکولای شول د خپل مېړه یوازې یو لیک ترلاسه کړي.

هغه وايي، لا هم نه پوهیږي چې هغه ولې نیول شوی دی؟ څه ورسره کیږي؟ محکمې ته به یې حاضر کړي که نه؟

نوموړې زیاته کړه: "ډېره ستونزمنه ده ځکه چې طالبان موږ ته معلومات نه راکوي. له دې وراخوا ما له مرتضی څخه یو لیک ترلاسه کړ، زه ورته ډېره خوشحاله شوم. ما دا لیک د سره صلیب کمېټې په مرسته ترلاسه کړ. مرتضی په زندان کې ما ته د لاس یو بند (بنګړی) هم جوړ کړی. زه ورته ډېره خوشحاله شوم."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز ویانده سومایه ولي زاده وايي، په افغانستان کې زیات شمېر ژورنالیستان پرته له دې چې کوم جرم یې کړی وي، د طالبانو لخوا په خپل سر نیول کیږي. وايي، په دغه شان نیونو کې شکنجه هم شته چې د اندیښنې وړ دي.

اکرام عصمتي هغه ژورنالست دی چې د نامعلومه کسانو لخوا وهل شوی، او پر کار د محدودیتونو له کبله اړ شوی چې خپل هیواد پرېږدي.

هغه وايي: "په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې لوړې کچې ته رسیدلې دي چې ددغه تاوتریخوالي یو قرباني خبریال زه په خپله یم. د اوسني حکومت نه د خبریالانو غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي پیښو ته رسیدګي وشي او وڅیړل شي چې ولې د خبریالانو سره دغسې ناوړه چلند کیږي."

په واشنګټن ډي سي کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړې جیپسي ګیلین کایزر وايي د افغان خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په پیښو کې د طالبانو د استخباراتو اداره ښکېله ده.

نوموړې زیاتوي: "یوه لویه اندیښنه دا ده چې د استخباراتو اداره د تش په نوم د رسنیو پالیسۍ جوړولو او پلي کولو کې ښکېله ده. هیڅ پالیسي نشته. دا هغه فرمانونه او اصول دي چې په ناڅرګند ډول صادر شوي او د ځان لپاره یې د پلي کولو جواز ورکړی چې پکې [د کار]مخه نیول، توقیف کول، شکنجه کول، پلټل او داسې نور شامل دي چې دا د لویې اندیښنې وړ دي."

له دې اندېښنو سره سره،‌ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي حکومت یې د خبریالۍ په تړاو څوک ندي نیولي. هغه وايي: "د خبرنګارۍ په جرم موږ هیڅوک هم بندیان نه لرو. په ټولو زندانونو کې کوم خبریالان چې بندیان شوې دي د هغوی کیسونه [قضیې] د خبریالۍ نه دي، نور کیسونه دي چې هغه تر تحقیق لاندې دي."

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې د شاوخوا ۶۰۰ رسنیو څخه لږترلږه نیمايي یې د طالبانو لخوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG