د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې توغندي لګېدو ۳ماشومان وژلي ۹ ټپيان دي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د توغندۍ لګېدو په پېښه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه توغندی تېر ماښام ۷ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د یادې ولسوالۍ په خوشاب کلي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال لګېدلې دی.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته وويل چې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه له اتو څخه بیا د ۱۳ کلونو ترمنځ دي.

نوموړي زیاته کړه: "تېر ماښام نږدې اوه بجې وې چې د خوشاب په کلي کې چې هوايي ډګر ته څېرمه پروت دی، له یوه نامعلوم لوري څخه توغندی راغلی او د لګېدو په پېښه کې يې درې ماشومان چې یوه انجلۍ او دوه هلکان وه وژل شوي او نه تنه نور يې ټپیان شوي."

د کندهار د پوليسو ویاند وايي چې امنیتي ادارې پلټنې کوي تر څو معلومه کړي چې توغندی د وسله والو طالبانو له لوري او که له کوم بل لوري څخه توغول شوی.

خو د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي ادعا کوي چې توغندی د کندهار هوايي ډګر له لوري توغول شوی.

د پېښي ټول ټپيان میرویس روغتون ته انتقال شوي چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل کیږي.

په میرویس روغتون کې د دغو ماشومانو خپلوانو خبریالانو ته وويل چې ماشومان په لوبو بوخت وو چې د هوايي ډګر له لوري توغول شوی توغندی يې د لوبو په میدان کې ولګېدی او ۱۲ ماشومانو ته يې مرګ ژوبله واړول.

په کندهار هوايي ډګر کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

خو تر دې وړاندې په خوشاب سیمه کې پر نړیوالو ځواکونو د سړک د غاړي ماین چاودنې شوي او پر هوايي ډګر له دغي سیمې څخه توغندي هم لګیدلي.

وسله والو طالبانو هم د پېښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG