د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات ـ کندهار پر لویه لار ماین چاودنې ۳۴ مسافر وژلي ۱۷ ټپیان دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د هرات ـ کندهار د لویې لارې پر سر فراه ولایت کې پر یو مسافر وړونکي بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۳۴ تنه سورلۍ وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي مرستیال مجیب فیضي نن چهارشنبه د «زمري پر۹مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوی و چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د «پل آب خرما» په سیمه کې پر یاد بس موټر وچاودېد.

ښاغلي فیضي وویل، چې د چاودنې له امله د دغه بس ۳۴ مسافر وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

چارواکي وايي، چې دغه مسافر وړونکي بس موټر له نیمرزو ولایت څخه هرات ولایت ته پر لار و.

د هرات امبولانس مسؤل ډاکټر محمد ابراهیم محمدي هم وايي، چې تر دا مهاله د پېښې له ځایه اته ټپيان او څلور جسدونه روغتونونو ته انتقال شوي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

پر همدې مهال د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د پل آب خرما سیمه د هرات ـ فراه ترمنځ موقعیت لري چې تقریباً له نا امنو سیمو څخه شمېر کېرل کېږي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه ماین چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

پر ملکي وګړو یاده ماین چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په خپل راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۱۹ کال په تېرو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالې پېښو کې ۳۸۱۲ تنه وژل شوي و.

د یوناما د معلوماتو له‌مخې په دغه موده کې یوازې د حکومت ضد وسله والو لخوا ۵۳۱ تنه وژل شوي او ۱۴۳۷نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG