د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د سارک سازمان د چاپیریال ساتنې د پوهاوي فسټوال


د دغه درې ورځنی فسټوال په ترڅ کې به په کابل کې په ۱۸ ښوونځيو کې سلګونو زده کوونکو ته د چاپيریال ساتنې په تړاوو پوهاوی ورکړل شي.
د دغه درې ورځنی فسټوال په ترڅ کې به په کابل کې په ۱۸ ښوونځيو کې سلګونو زده کوونکو ته د چاپيریال ساتنې په تړاوو پوهاوی ورکړل شي.

د سویلي اسیا د سیمیزو همکاریو سازمان یا سارک نن دوشنبه په کابل کې د چاپیریال ساتنې درې ورځنی فیسټوال د زده کوونکو لپاره پیل کړ، ترڅو د ښوونځیو زده کوونکو ته د چاپيریال ساتنې په تړاوو عامه پوهاوی ورکړل شي.

افغانستان د سویلي اسیا د سیمیزو همکاریو په سازمان یا سارک کې هغه وروستی غړی هیواد دی، چې دا سازمان پکې د چاپیریال ساتنې فسټوال دایروي او یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې چاپیریال یې د اوږدو کلونو د جګړو له امله متضرر شوی دی.

دا درې ورځنی فسټوال چې په کابل کې نن پیل شو، پدې موده کې به د کابل ښار د اتلسو ښوونځيو په سلګونو زده کوونکو ته د چاپيریال ساتنې په تړاوو عامه پوهاوی ورکړل شي.

د سارک د چاپیریال ساتنې د فسټوال یو تنظیموونکی محمد نعیم سلیمي وویل ‪"‬مونږ غواړو لومړی د ښوونځیو زده کوونکو ته د چاپیریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړو بیا لویو جوامع ته ورسیږو.‪"‬

له جګړو وړاندې د افغانستان درې په سلو کې مساحت ځنګلونه وو، د درې فیصده مساحت ځنګلونو نه د تېرو څلورو لسیزو د جګړو په مهال یو اشاریه اووه فیصده ځنګلونه وهل شوي او شنه یې په بیدیا بدل شوي دي.

د جګړو پدغو کلونو کې د افغانستان چاپيریال ته خورا زیات زیان اوښتی، خو د ځنګلونو د وهلو لړۍ لا هم د افغانستان په ځینو برخو کې روانه ده.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي اداره وايي، اوس هم په سرحدي سیمو کې ځنګلونه وهل کیږي، چارتراش او لرګي یې پلور کیږي، دا اداره وايي باید مخه یې ونیول شي.

د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار وویل ‪"‬اوس هم په سرحدي ولایتونو کې ځنګلونه په بې رحمۍ قطع کیږي، مونږ یې باید مخه ونیسو.‪"‬

د سارک له دې ورځني فسټوال یو هدف دا دی، ترڅو د سارک غړي هیوادونه په خپلو کې د چاپيریال ساتنې په تړاوو تجربې شریکې کړي او د چاپيریال په تړاوو همغږي رامنځته کړي.

د سارک د سازمان د چاپيریال ساتنې مسؤلینو هم پدغه فسټوال کې برخه اخېستې وه، دوی ویل که د سارک په یوه غړي هیواد کې طبیعت متضرره کیږي، نو په نورو هیوادونو اغیز پرې باسي.

د سارک د سازمان د چاپیریال ساتنې د برخې مشر ابراهیم نعیم وویل ‪"‬مونږ داسې پروګرامونه د سارک په نورو ټولو غړو هیوادونو کې دایر کړي وو، دلته په افغانستان کې دا وروستی پروګرام دی، د چاپیریال ساتنې د ګواښونو او ستونزو په اواري کې د عامه پوهاوي د کچې لوړول اغیزمن دي.‪"‬

بل لورته د شین افغانستان لپاره هم هڅې روانې دي، ویل کیږي، سږ کال شل ملیونه نیالکي د همدې پسرلي له پیله اېښودل شوي دي.

دا ډول په تېره یوه لسیزه کې یو اشاریه درې په سلو کې ځنګلونه بېرته شنه شوي دي.

زده کوونکي هم له داسې فسټوال خوښ دي. د ناهید شهید د ښوونځي زده کوونکې اقلیمه وايي ‪"‬مونږ باید خپل چاپيریال پاک وساتو او نورو ته هم ووایو.‪"‬

که څه هم د غرنیو ژوو د له منځه تلو په تړاوو اندېښنې شته، خو د چاپیریال ساتنې اداره وايي اوس په ځینو سیمو کې څه نا څه مثبت تغییر راغلی دی.

دا لومړی وار دی چې د سارک سازمان په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې په تړاوو د عامه پوهاوي فسټوال دایروي

XS
SM
MD
LG