د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا کې په یوې چاودنې کې درې تنه وژل شوي


د ایټالیا د سیسلي جزیرې مقامات وایي چې په یوې زورورې چاودنې کې درې تنه وژل شوي او درې نور ورک شوي دي.

مقاماتو ویلي چې دغه چاودنه دومره زوروره وه چې د اوسیدنې څو اپارتمانونه یې هم ویجاړې کړي دي.

د ژغورنې ډله وایي تر اوسه یې د راوانوسا په ښارګوټي کې دوې ښځې ژوندۍ دي او د نورو بې درکه شویو کسانو لټون کوي.

خپاره شوي تصویرونه ددې ښار په یوه لویه ساحه کې د ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او تیږو غونډۍ ښکاره کوي.

تر اوسه نده څرګنده شوې چې پدغه چاودنه کې څو ودانۍ نړیدلي، مقامات وایي ښایي دغه چاودنه د ګازو له امله وي. مقامات وایي په اړه یې پلټنې روانې دي.

د محلي اطفایي یو مقام وویل ښایي په یوه ساحه کې ګاز راټول شوی وي چې بیا د یو موټر د انجن د روښانه کیدو، د لفټ او یا کومې بلې برقي وسیلې د فعالیت په نتیجه کې روښانه او چاودنه یې رامنځته کړې وي.

محلي مقاماتو د ویجاړو شویو ودانیو شمیر څلور ښودلی، خو محلي رسنیو ویلي چې لږ تر لږه لس ودانۍ تخریب شوي دي.

مقاماتو همداشان ویلي دي چې ودانۍ په یو بل باندې چپه شوي چې د ژغورنې چارې یې هم ستونزمنې کړې دي. د دغې چاودنې په وجه لږ تر لږه ۵۰ کسان بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG