د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا د ښځو په کار بندیز؛ دریو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیت بند کړ


په افغانستان کې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار د بندیز وروسته دریو بهرنیو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې(Save the Children) ، د ناروی د مهاجرت شورا (Norwegian Refugee Council) او د پاملرنې (CARE) موسسې نن یکشنبې ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) اعلان وکړ چې د دوی ددې پریکړې دلیل د ښځو پر کار د طالبانو بندیز دی.

دغو دریو بهرنیو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې "موږ د ښځینه کارکوونکو پرته نشو کولای هغو ماشومانو، ښځو او نارینو ته په اغیزمنه توګه ځانونه ورسوو چې سخت محتاج دي."

دغو بهرنیو بنسټونو ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د حیاتي مرستو د دوام لپاره باید نارینه او ښځینه کارکوونکي په مساوي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو مکتوب په داخلي او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو او نجونو کار کول منع کړل.

دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو او لسګونو نادولتي موسسو د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه په کابل کې غونډه وکړه.

په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو حکم په چټکۍ سره په نړیواله کچه وغندل شو او سازمانونو او هیوادونو خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا پریکړه به بشري خدمتونه اغیزمن کړي؛ هغه خدمتونه چې میلیونونه افغانان پرې تکیه لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې که دغه فرمان عملي نه شي، د غیر دولتي موسسو جواز به لغو کړي.

ښځو ته دوزخ

۲۴ کلنه شبانه، چې له لسیزو راهیسې په افغانستان کې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کوي، وايي: "زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې یم، که خپله دنده له لاسه ورکړم، زما ۱۵ کسیزه کورنۍ به له لوږې مړه شي."

هغې زیاته کړه: "په داسې حال کې چې نړۍ د نوي کال رارسیدل نمانځي، افغانستان د ښځو لپاره په دوزخ بدل شوی دی."

د طالبانو د اقتصاد وزارت د دغې پرېکړې لامل د حجاب نه مراعتول بللي، خو د دغو ادارو ښځینه کارکوونکو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

د يوې بلې ادارې کارکوونکې ارزو وويل چې د ښځو او نارينو دفترونه جلا دي او ټولې ښځې مناسبې جامې اغوندي.

نړیوالې ټولنې د ښځو حقونو ته درناوی د طالبانو له حکومت سره د هغوی د حکومت په رسمیت پیژندلو او د مرستو د بیا پیلولو لپاره د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه بللي دي.

XS
SM
MD
LG