د لاس رسي وړ اتصالات

غیر حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز؛ 'د طالبانو تازه پرېکړه د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کوي'


د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت لخوا په بهرنیو او کورنیو غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو تر بندیز وروسته، یو شمېر هیوادونو او نړیوالو بنسټونو په دغه هیواد کې د مرستو رسولو بهیر کې د احتمالي ستونزو رامنځته کېدو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت تیره ورځ په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړلې.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل "د اسلامي حجاب نه مراعات" دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونې بلینکن، په غیر دولتي موسساتو کې پر ښځینه کار کوونکو د طالبانو بندیز د دغه هیواد لپاره «ویجاړونکی» بللی دی.

ښاغلي بلینکن د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د طالبانو دغه تازه اقدام به په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د بشري مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د سیمې لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مدیر جورج لایا ادجي هم د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) ویلي چې پر افغان مېرمنو د کار به بندیز به، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، تغذیې او زده کړو په برخه کې پراخې پایلې ولري.

ښاغلي ادجي له طالب چارواکو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې ښځو ته اجازه ورکړي چې تر څو هغوی په ټولنه کې له ګواښ سره مخ اړمنو کورنیو لپاره خپل ماموریت تر سره کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا (IRC) هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې په موسساتو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د پرېکړې په اړه «ناهیلې» شوي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو په اساس، اوس مهال په افغانستان کې له دغه سازمان سره څه باندې ۳۰۰۰ ښځينه کار کوونکي کار کوي.دغه نړیوال سازمان اړمنو کسانو ته د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو حضور مهم بللی او له طالبانو څخه د یادې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د طالبانو دغه تازه پرېکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د ښځو بنسټيز حق نقضوي او د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د اوچا په خبره ټاکل شوې د ملګرو ملتونو چارواکي په دې اړه په افغانستان کې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

طالبانو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه د نړیوالو بنسټونو د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دغه پریکړه یوه اونۍ وروسته له هغې صادره شوه چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

طالبانو په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې پداسې حال کې د ښځو په کار بندیز لګولی چې په افغانستان کې د دې ډلې په بیا واکمنۍ سره د بېکارۍ کچه لوړه شوې او زیات شمیر ښځې او نجونې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ پیدا کوونکې دي.

د طالبانو حکومت په تیرو ۱۶ میاشتو کې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخه کې یو لړ نور محدودیتونه هم رامنځته کړي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG