د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا وزارت درې تنه کار کوونکي په بند محکوم شول


تر دا مهاله تورنو کسانو د لویې څارنوالۍ د ننۍ اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دا مهاله تورنو کسانو د لویې څارنوالۍ د ننۍ اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د عامې روغتیا وزارت درې تنه کارکوونکې د ۸۰ زره ډالرو بډو اخیستلو په تور بند محکوم کړل.

لویې څارنوالۍ نن دوشنبه فبرورۍ اتمه (سلواغې ۲۰) ویلي چې له یادو کسانو څخه دوه تنه یې په پنځو ـ پنځو کالو او یو بل تن یې په درې کالو نتفذي بند محکوم شو.

د لویې څارنوالۍ اعلامیه وایي چې یاد کسانو ته دغه سزا د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې لخوا په یوه علني ناسته کې واورول شوه.

په اعلامیه کې راغلي:"د مرکزي سټاک آمریت سرپرست غلام سخي نظر او د مرکزي سټاک د راپورونو د رسید مدیر غلام مصطفی پر پنځو پنځو کالو او د فني آمریت معتمد احمد فواد پر درېيو کالو تنفیذي حبس محکوم شول."

بیان وایي، چې دغې محکمې دا درې کسان د ندې پر انفصال او د تضامن په توګه د بډو (رشوت) د معادلې له وجې ۸۰ زره امریکايي ډالرو پر ورکړې هم په سزا محکوم کړي دي.

تر دا مهاله تورنو کسانو د لویې څارنوالۍ د ننۍ اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.

لویې څارنوالۍ شاوخوا دوې میاشتې مخکې خبر ورکړ چې د روغتیا وزارت درې کار کوونکې د رشوت غوښتلو پرمهال نیولي دي.

د یادې قضیې سره هم مهاله د روغتیا وزیر جواد عثماني هم د ولسمشر غني لخوا له دندې څخه لیري شو.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ لویې څارنوالۍ د مشرانو جرګې درې ته غړي هم د رشوت اخیستلو په تور په لس ـ لس کاله بند محکوم کړل.

XS
SM
MD
LG