د لاس رسي وړ اتصالات

درې افغان سناتوران په ۱۰-۱۰ کلونو بند محکوم شول


دا سناتوران په بلخ کې د فساد په تور نیول شوي‌وو
دا سناتوران په بلخ کې د فساد په تور نیول شوي‌وو

د افغانستان ستره محکمه وايي‌ چې د دغه هېواد درې سناتوران یې د رشوت اخیستلو په تور په لسو-لسو کلونو بند محکوم کړل.

سترې محکمې د شنبې په ورځ فبروري ۶ (سلواغه ۱۸) په خپل فیسبوک کې لیکلي‌ دي چې په لسو کلونو بند سربېره دا سناتوران باید ۴۰زره ډالر او یا د هغې معادلو افغانیو جریمه هم پرې کړي.

د افغانستان لویه څارنوالي‌ وايي د اداري ‌فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي‌ او قضايي مرکز ابتدايي محکمې دا درې سناتوران لیاقت الله بابکرخېل، محمد انور باشلیق او عظیم قویاش محکوم کړي ‌دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي څه موده مخکې امریکا غږ ته په دې اړه داسې ویلي ‌وو:«دوی (سناتوران) د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبینو او لویې څارنوالۍ د استازو لخوا د ۴۰زره امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس لاس په نیول شوي.دوی پر چارو د نظارت او څېړنو لپاره بلخ ولایت ته تللي وو.»

هغه وخت کې د لویې څارنوالۍ لخوا امریکا غږ ته په استول شویو معلوماتو کې ویل شوي و چې دا کسان په مشرانو جرګه کې د فاریاب، سرپل او خوست ولایتونو استازي وو.

دا لومړی ځل دی چې د مشرانو جرګې درې فعال غړي د رشوت اخیستلو په تور په لسو-لسو کلونو بند محکوم کیږي.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د هرات ښاروال او شپږ تنه نور هم د اداري‌ فساد په تور په دریو کلونو بند او ۷۵زره ډالرو په ورکولو محکوم شول.

ټاکل شوې چې سبا د بلخ پخوانی ‌ښاروال او یو بل کس هم د اداري فساد په تور محکمې ته وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG