د لاس رسي وړ اتصالات

'پر کابل پوهنتون د برید طراح په اعدام محکوم شو'


د تیرې پنجشنبې په ورځ د یادو کسانو محاکمه پيل شوې وه.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د یادو کسانو محاکمه پيل شوې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پر کابل پوهنتون د برید طراح عادل نومی په اعدام محکوم شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه جنورۍ ۱(مرغومې ۱۲) پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد کس پرون جمعه د یوې علني محکمې پرمهال په اعدام محکوم شوی دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ستره محکمه کې هم پر کابل پوهنتون د برید د طراح محمد عادل او څلورو تنو نورو تورنو کسانو محاکمه تر سره شوه.

د افغانستان سترې محکمې تر یادې علني محکمې وروسته ویلي: "قضايي پلاوي د دوسیې او تکوین، د قانوني او قضايي استدلال او ارزیابي په ګډون د اسنادو او مدارکو په نظر کې نیولو او د جرم اصل تناسب په رعایتولو سره محمد عادل د تروریستي حملې د طرحې او پلانولو په تور او د تروریستي فعالیتونو او اختطاف په تور په اشد مجازات یعنې اعدام محکم شو."

د سترې محکمې د معلوماتو په اساس په یاده قضیه کې درې تنو نورو تورنو کسانو ته بیا د تنفیذي بند سزا اورول شوې او یو بل تن د الزامي دلایلو د نشتوالی په صورت کې بري الذمه بلل شوی دی.

د افغانستان د سترې محکمې د معلوماتو په اساس د عبدالله په نوم کس د داعش ډلې د غړیتوب، ماین ایښودلو او ماین انتقالولو په تور په ۲۵ کاله تنفذي بند او عبدالکبار او خدابخش په نوم کسان هم د داعش ډلې د غړیتوب، ملي خیانت او اختطاف په تور په ۱۲ ـ ۱۲ کاله تنفذي بند محکوم شوي دي.

پر کابل پوهنتون برید د تیرې لړم میاشتې پر ۱۳مه نېټه تر سره شو چې د چارواکو په وینا ۲۲ تنه پکې ووژل شول او څه باندې ۲۲ تنه نور ټپیان شول.

دغه برید چې په پراخه کچه وغندل شو مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کابل پوهنتون تر برید وروسته وویل چې د یاد برید غچ به اخلي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح د تیرې لړم میاشتې پر۲۴مه پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکړ.

ښاغلي صالح هغه مهال وویل چې نیول شوی کس عادل نومیږي او د شرعیاتو پوهنځی یې درې کاله لوستی دی.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال زیاته کړې وه چې پر کابل پوهنتون د برید نیول شوی طراح د ثناوالله په نوم کس لخوا حقاني شبکۍ ته جذب شوی و.

XS
SM
MD
LG