د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه څه باندې ۳۰۰ کسان وایستل شول


د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکي ویلي دي چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د غړو، خبریالانو او بهرنیو اتباعو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسان له افغانستان څخه د قطر د هوایي شرکت د یوې الوتکې په مرسته ایستل شوي دي.

دا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د قطر د هوایي شرکت په مرسته د خلکو د انتقال لپاره شپږم لوی پرواز دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله او ویانده اولوا رشید الخاطر اسوشیټد پرس ته ویلي دي چې دې الوتکې د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر په لور پرواز وکړ.

اسوشیټد پرس راپور ورکړی چې په دې پرواز کې د افغانانو تر څنګ د جاپان، بلجیم، ایرلنډ، بریټانیا، جرمني، فنلنډ ، فرانسې، ایټالیا، سویډن، کاناډا او څو نورو هیوادونو اتباعو هم شامل وو چې د کابل د هوایي ډګر له لارې وایستل شول.

دا تخیله شوي کسان له قطر څخه هغو سیمو ته لیږدول کیږي چې د افغانستان او نورو هیوادونو اتباع په موقتي ډول پکې اوسیږي او له ټولو څخه به د کرونا ویروس ازموینه هم واخیستل شي.

میرمن الخاطر ویلي‌ دي‌ چې دا کسان به خپلو وروستیو مقصدونو ته تر روانیدو پورې په قطر کې پاتې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ددغې چارواکي په وینا، قطر د افغانستان په اړه ژمن پاتې کیږي او د عمومي پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او دوحه به له خپلو شریکانو سره د افغانستان پر حالت غور وکړي.

د روان میلادي‌ کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه بیا تر ۳۰ پورې له افغانستان څخه د نظامي تخلیې د ماموریت په جریان کې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان وایستل شول او اوسمهال څه باندې ۵۰ زره تنه یې د امریکا په داخل کې نظامي اډو ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG